Add new comment

 
اسعداباد (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د کونړ ولايت سوداګر او يو شمېر اوسېدونکي د ټاکنو له خپلواک کمېسېونه د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د پايلو د ژر تر ژره اعلانولو غوښتنه کړې ده.
دوى وايي چې د ټاکنو د پايلو د نه اعلان له امله په دغه ولايت کې د خلکو په منځ کې بې باوري، ګډوډي زياته شوې، نا امنۍ او فساد ورځ تر بلې ډېرېږي.
د اسعداباد ښارد د سوداګرو اتحــــاديې يوه غړي سيد عـظيم خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې کاروبار ډېر خراب شوى دى.
هغه زياته کړه، هر سړى په دې تمه دى چې د ټاکنو پايلې اعلان شي او روان ټاکنيز کړکېچ پاى ته ورسېږي، نو سوداګري به يې وده وکړي.
دى وايي: ((پخوا به مو چې دوې لارۍ مال راووړ، نو په څو ورځو کې به خرڅ شو، خو اوس درې اونۍ کېـږي چې دوه لارۍ مال مې راوړى، خو څوک يې نه اخلي.))
ياد سوداګر له ټاکنيزو چارواکو وغوښتل چې پايلې ژر تر ژره اعلان کړي څو خلک د ارام سا واخلي.
د اسعداباد ښار يو موچي غلام حبيب وايي: ((تر ټاکنو مخکې به مـــوږ زر دولس سوه کلدارې کار کاوه اوس درې څلور سوه ته زمــوږ روزګار راټيــــټ شوی، چې نوموړی يې علت په ښار کې د خلکو د ګنې ګوڼې کموالی او د خلکو بې روزګاري په ګوته کوي.
د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى ملنګ سليم وايي چې ولسمشرۍ ټاکنې خلک تر پزې راوستي دي او دوى په ټاکنو کې له برخې اخيستو پښېمانه شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په نورو هېوادونو کې چې ټاکنې وشي، نو پايلې يې په يوه دوو ورځو کې معلومې شي، خو دلته دا دى شپږ مياشتې کېږي، خو د ټاکنو د پايلو درک نه لګېږي.))
نوموړى وايي، څو چې ټاکنيزې شخړې نه وي هوارې شوې، د کونړ تر څنګ په ټول هېواد کې به د خلکو نهيلي ډېره وي.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوېدونکي محمد اسماعيل پژواک ته وويل چې ټاکنيزو شخړو د دغه ولايت پر امنيت بد اغېز کړى دى.
هغه زياتوي، ورځ تر بلې د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونه زياتېږي، پر ولسواليو بريدونه کېږي او د ولايت په مرکز کې هم د نا امنۍ پېښې رامنځته کېږي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو تر دغو ټاکنو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، تر دويم پړاو ټاکنو وروسته دا پروسه ناندريزه شوه او د ولايتي شوراګانو پايلې هم همداسې پاتې شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.