Add new comment

بانکي مون له اشرف غني او عبدالله سره ټېلېفوني خبرې وکړې

 
 واشنګټن (پژواک، ۲۱ وږی ۹۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له دواړو کانديدانو سره د ټېلېفوني اړيکې پر مهال غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتر څخه د وږي په ۲۱مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بانکي مون تېره شپه د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د دې اړيکې پر مهال بانکي مون له دواړو کانديدانو غوښتي، چې د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.
د چنګاښ په مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيتوب دواړو کانديدانو د يوه ملي حکومت په جوړولو هوکړه کړې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي، چې ژر تر ژره سياسي پروسه بشپړه کړي.
بانکي ويلي، د دواړو کانديدانو په موافقې سره د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ټېلېفوني اړيکې پر مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي، چې د خپل هېواد او ولس د راتلونکي په اړه فکر وکړي.
هغه زياته کړې، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سياسي لېږد د پروسې ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بانکي مون له ولسمشر حامد کرزي سره هم ټېلېفوني خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال جيفري فيلمټن د افغانستان د ټاکنيزو شخړو د هواري په موخه په کابل کې دی او پرون يې له دواړو کانديدانو سره ليدلي دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.