Add new comment

تنش هاى انتخاباتى اجاره داران مواد نفتى در بغلان را متضرر کرده است

 
پلخمري (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په داسې حال کې چې د بغلان ولايت د نفتي توکو عمومي امريت، د خپلو عوايدو له زياتېدو خبر ورکوي؛ اجاره لرونکي او خلک د ټاکنو روانې ناندرۍ، د تېلو  بيو د لوړېدو او د دوى د بازارونو د سړېدو لامل بولي.
د بغلان د نفتي توکو عمومي امر عبدالکريم شاهين وايي چې تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د دغه امريت عوايد ٩ ميليونه افغانۍ وو، خو سږ کال په لومړنيو پنځو مياشتو کې دغه اندازه ١٢ ميليون افغانيو ته لوړه شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عوايد د نفتي توکو د امريت ملکيتونو له کرايې، د دولتي تېلو له زېرمو او د سوداګريزو تېلو له ټانکونو ترلاسه شوي دي.
شاهين زياته کړه چې د عوايدو د لوړېدو يو لامل دا هم دى چې تېر کال يې د تېلو دولتي ټانکونه په ٣٠٠ زره افغانۍ په اجاره ورکول، خو سږ کال خصوصي سکټور د داوطلبۍ له لارې په ٧٠٠ زره افغانۍ په اجاره نيولي دي.
د بغلان د نفتي توکو عمومي امر، په بغلان ولايت کې د نورو پنځلسو ټانکونو جوړول هم د عوايدو د ډېرېدو لامل وبلل.
په بغلان کې د تېلو له ١٠٠ څخه زيات سوداګريز او ١٢ دولتي ټانکونه شتون لري.
خو اجاره اخيستونکي بيا وايي چې د ټاکنيزو ناندريو له امله يې بازارونه ساړه شوي دي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار يوه اوسېدونکي يارمحمد وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د انحصاراتو په سيمه کې يو دولتي ټانک، د کال په ٧٠٠ زره افغانۍ په اجاره نيولى دى.
هغه زياته کړه: "په لومړيو کلونو کې مو کاروبار ښه و، خو شپږ مياشتې کېږي چې خرڅلاو نشته او موږ د اجارې پيسې له خپله جېبه ورکوو."
يارمحمد زياته کړه، چې پخوا به په يوه مياشت کې شاوخوا ٢٠ زره لېتره تېل پلورل، خو اوسمهال يې پنځه زره هم نه پلورل کېږي او کار يې د تاوان پر لور روان دى او که چېرې بازار همداسې دوام ومومي، نو خپل شوى قرارداد به فسخ (ختم) کړي.
خو د بغلان د نفتي توکو امر وايي چې اوسمهال اجاره لرونکو خپلې پيسې ورکړې او له هغه وروسته چې د ټاکنو پايلې څرګندې شي نو داوطلبي به له شرايطو سره سمه ترسره کړي.
په پلخمري ښار کې د ټانک لرونکو استازي شاه محمد هم وويل، چې اوسمهال د ټانکونو د مالکانو ډېرى راکړه ورکړه په قرض ترسره کېږي او د ټاکنو له پيل څخه تر اوسه پورې راکړه ورکړه نه ده شوې چې دا ډول وضعيت سوداګرو ته  ډېر زيان اړولى دى.
موټر چلوونکي هم شکايت کوي چې د ټاکنيزو ناندريو له امله د تېلو بيې ډېرې لوړې شوې دي.
د ګل احمد په نوم د کندوز- بغلان لويې لارې يوه ټکسي چلوونکي وويل چې د تېلو بيو د لوړېدو له امله اړ دي چې د موټر کرايه لوړه کړي او له دې کار سره د دوى د مسافرينو شمېر کم شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال پلخمري کې د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٦١ افغانۍ ده، په داسې حال کې، چې له ټاکنيزو ناندريو وړاندې يو لېټر پټرول تېل په ٤٨ افغانۍ و. د ډېزلو بيې هم همدا ډول لوړې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.