Add new comment

Next leader should bolster security, economy in Paktika

 

 
ښرنه (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د پکتيکا ولايت اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره غواړي چې د سولې او ثبات،د اداري فساد د مخنيوي او پوهنيز سکتور د ودې لپاره ډېر کار وکړي.
د دغه ولايت د حقوقو پوهنځي فارغ التحصيل زلمي خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له راتلونکي ولسمشره غواړي څو د امنيت تر څنګ ټولو ولايتونو ته يو ډول پام وکړي.
خروټي وويل: ((راتلوونکى ولسمشر بايد پر اساسي پروژو کار وکړي لکه د پلتو بند جوړول، د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د تېلو څاګانې کيندل او استخراجول او ورته نور کارونه.))
د ارګون ولسوالۍ د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت يار وايي چې راتلونکى ولسمشر بايد د ولايتونو تر څنګ توپير له منځه يوسي.
دى وايي چې ټول ولايتونه بايد په يوه درجه وي او د اداري واحدونو پر بنسټ ورته کلنۍ بودجه ورکړل شي.
دى وايي: ((راتلونکى ولسمشر بايد د پکتيکا بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د اورګون ـ ښرنې ترمنځ غځېدلې لاره دې جوړې کړي، په ادارو کې دې د فساد مخه ونيسي.))
د پکتيکا د کټواز سيمې اوسېدونکي عبدالغني پکتين هم له راتلونکي ولسمشره هيله وکړه چې د لويو لارو او سيمو د امنيت خوندي کولو ته پاملرنه وکړي.
دى وايي چې له مرکز څخه تر خوشامند ولسوالۍ پورې غځېدلې لاره له تېرو څو کلونو راهيسې خوندي نه ده او دولتي چارواکي په کې د وسله والو له لوري په نښه کېږي.
هغه وايي: ((امنيت تر ټولو اړين دى، هر وګړى بايد خوندي ژوند ولري.))
د مرکز ښرنې يوه کروندګر محمدعالم پژواک ته وويل چې راتلونکى ولسمشر بايد د دغه ولايت د کرنې په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.
دى وايي: ((زموږ ډېر خلک بزګر دي نو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره مو بايد نوى ولسمشر په دې ولايت کې مهم بندونه جوړ کړي؛ څو ځمکې مو خړوبې شي.))
هغه د کرنيزو توکو لپاره د مناسبو بازارونو، د سړو خونو جوړولو او اصلاح شوو تخمونو د ورکولو غوښتنه هم وکړه.
د برمل ولسوالۍ د مرغۍ کلي اوسېدونکي ١٥ کلن محمدظريف له راتلونکي ولسمشره هيله څرګنده کړه چې په سيمو کې به يې د ښوونځيو شمېر ډېر کړي.
هغه وايي: ((ښوونځي لري دي چې ډېر شي نو ښه به وي ځکه ماشومان د تګ راتګ لپاره وسيلې نه لري.))
نوموړي دغه راز د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د زده کړو تر څنګ د کاري زمينو د پيدا کولو غوښتنه هم وکړه.
د پکتيکا د زده کوونکو ټولنې مشر بره خان تکړه غوښتنه لري چې د ښوونې کيفيت دې لوړ شي او په ښوونځيو کې دې مسلکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.
هغه له راتلونکي ولسمشره دا هم غواړي چې د ښوونکو معاشونه دې لوړ او پر وخت اجرا کړي.
د پکتيکاوالو دا غوښتنې په داسې حال کې دي چې لا هم تر اوسه دواړه ټاکنيزې ډلې د ″ملي وحدت″ د حکومت پر رامنځته کولو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.