Add new comment

فراهي: راتلونکي حکومت ته مو د حکومتوالۍ د ستونزو راپور چمتو کړى

 

 
کابل ( پژواک  ٢ وږى ٩٣): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس وايي، چې راتلونکي حکومت ته يې د حکومتولۍ د ستونزو او غوښتنو بشپړ  راپور برابر کړى دى.
د دې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالخالق فراهي دا څرګندونې په کابل کې د انګلستان سفارت له سرپرست او شارزدافير روبرټ چېټرټون ډېکسن سره د  لېدنې پر مهال وکړې.
د غورځنګ په وينا، فراهي په دې ناسته کې وويل: ((سيمه ييزه بوديجه جوړونه،د مالياتي او تدارکاتي صلاحيتونو لوړول، له نظامي او قضايي ارګانونو سره د والي او ولسوال د اړيکو له سره تعريفول د سيمه ييزې حکومتولۍ هغه لومړيتوبونه وو، چې په تېرو کلونو کې په پرله پسې توګه مو کار پرې وکړ؛ خو وړ پايلې يې نه درلودې.))
فراهي له افغانستان سره د امنيت د ټينګښت او بيارغونې په برخو کې د انګلېستان له مرستو مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه ، چې دا مرستې دوام پيدا کړي.
د انګلستان سرپرست سفير روبرټ چېټرټون ډېکسن له سيمه ييزې حکومتولۍ سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ
ډېکسن زياته کړه، چې تر اوسه د انګلستان هېواد ټولې مرستې د رسمي چينلونو او د افغان دولت د لومړيتوبونو په نظر کې نيولو سره ترسره شوي دي.
د يادولو ده، چې انګلستان په هلمند کې د خپل پوځي ماموريت له پاى ته رسولو وروسته ، افغان دولت سره په پرمختيايي برخو کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.