Add new comment

PC candidate allegedly held with drugs

فيض اباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د بدخشان د ولايتي شورا يو مخکښ نوماند له درېيو کسانو سره يو ځاى د شاوخوا ٣٠٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر غړي جاوېد وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اندازه توکي تېره ورځ له بدخشان ولايت څخه تخار ته د پوليسو په رينجر موټر کې په قاچاق وړل کېډل، چې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د پوليسو لاس ته ورغلل.
هغه زياته کړه، چې له دغه موټره ٢٩٤ کيلو ترياک د کشفي ارګانونو په شتون کې ترلاسه شوي، خو تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې رينجر موټر په کومې امنيتي قطعې او ارګان پورې تړلى دى.
وزيري زياته کړه، چې د قضيې په تړاو د بدخشان د ولايتي شورا ټاکنو د ګټونکي  نوماند مولوي عبدالرب په ګډون درې کسه نيول شوي دي.
خو د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي په دغه قضيه کې د پوليسو ښکېلتيا رد کړه او وويل، چې يو رينجر موټر هم په دغه لاره روان وو او دا به له وخت وړاندې وي، چې د موضوع د څرنګوالي په اړه څه وويل شي.
احمدزي زياته کړه، چې د نشه يي توکو په لېږدوونکي موټر کې د مولوي عبدالرب د شتون په اړه راپور ور رسېدلى او وايي، له هغه چا سره به قانوني چلند وشي، چې په دې قضيه کې ښکېل وي.
په کشم ولسوالۍ کې يوې ولسي سرچينې پژواک ته وويل، چې مولوي عبدالرب د بدخشان د کوفاب ولسوالۍ اوسېدونکى دى او پخوا يې د تخار ولايت د امنيه قوماندان په توګه هم دنده اجرا کړې ده.
د  ويلو ده، چې د تېر کال په ليندۍ مياشت کې د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان قاري نعيم هم د هيروينو له ١٥٣ کڅوړو سره نيول شوى و.
تخار له تاجکستان ولايت سره پوله لري او د ځايي چارواکو په خبره، چې له ګاونډيو ولايتونو څخه  د ماوراى کوکچې له لارې هغه هېواد ته نشه يي توکي په قاچاق وړل کېږي.
ماوراى کې د دشت قلعه، ينګي قلعه، دُرقد، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او رستاق ولسوالۍ شاملې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.