کابل (پژواک،١٦ورى٩٢) : د ملي ايتلاف غړى محمد يونس قانوني وايي، ځينې کړۍ ولسمشر ته پر واک د پاتې کېدو لپاره بېلابېلې مشورې ورکوي ، خو د ده غوښتنه دا ده، چې د ټاکنو لپاره بديل ونه لټول شي .
د ملي ايتلاف د رهبرۍ پلاوي غړى او په ولسي جرګه کې د کابل استازى محمد يونس قانوني ، چې نن يې په کابل کې له دې ايتلاف سره د حقيقت ګوند د پيوستون په مناسبت جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې زياته کړه ،چې يوه ډله د ولسشمر حامد کرزي او د هغه د ډلې پر واک پاتې کېدو لپاره د راتلونکو ټاکنو د ځنډېدو مشوره ورکوي.
ټاکل شوې ،چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
د قانوني په وينا، بله ډله کرزي ته وايي، چې لويه جرګه راوغواړي، ترڅو ياده جرګه پرېکړه وکړي،چې د افغانستان په ځينو سيمو کې د نا امنيو له امله ټاکنې شونې نه دي او کرزى دې تر نامعلوم وخته ولسمشر پاتې شي.
هغه چې په تېره دوره کې يې د ولسي جرګې مشري کوله ، زياته کړه ، چې درېيمه ډله ولسمشر ته وايي ، چې ټاکنې دې په وخت ترسره شي ،خو په ټاکنو کې بايد د خپلو کسانو د برياليتوب لپاره درغلۍ وشي.
قانوني د يادو ډلو د پېژندګلوۍ په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه : (( لومړۍ به ولسمشر او بيا به خلک د دې غلطو مشورو ښکار شي .))
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته تور پورې کړ ، چې ولسمشر کرزى ځينې قوانين نه توشېح کوي او هڅه کوي، چې د ټاکنيزو چارو اړوند په دواړو کمېسيونونو کې د خپلې خوښې کسان پر دندو وګوماري.
قانوني له کرزى څخه وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره بديل ونه لټوي او ټاکنې په وخت ترسره کړي، ترڅو د افغانستان خلک وکولاى شي د خپلې ارادې له مخې ولسمشر وټاکي.
هغه له سياسي ګوندونو ، مدني ټولنو او د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه ، چې په ټاکنو کې د روڼتيا لپاره ټول سره يو ځاى شي او پر حکومت فشار راوړي ، چې ټاکنې په خپل وخت تر سره کړي .
په ياده غونډه کې د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله وويل ، نه غواړي چې د ټاکنو په اړه خبرې وکړي، ځکه چې قانوني په دې اړه څرګندونې وکړې.
خو عبدالله وويل ،دى هغه څرګندونې په کلکه ردوي ، چې ګواکې ملي ايتلاف په هېواد کې سوله نه غواړي.
هغه زياته کړه ، چې ملي ايتلاف په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي او د سولې مخالف نه دى ، خو د سولې تر نوم لاندې له جنايتونو او خيانتونو سره مخالفت لري.
ده د سولې تر نوم لاندې د خيانتونو او جنايتونو په اړه نور څه ونه ويل .
هغه وايي ، چې په هېواد کې هغه مهال د سولې ټينګښت شونى دى ،چې ملي يوالى رامنځته شي او ټول له زړه څخه سوله وغواړي.
عبدالله دا هم وويل ، چې د ګوندونو يوځاى کېدل د هېواد د راتلونکې په خير دي او د هغو کسانو لپاره د ماتې ځواب دى ، چې د افغانستان ماتې غواړي .
په ياده غونډه کې د حقيقت ګوند مشر شاه ولي کريمزوى وويل ، چې په هېواد کې ژور بحران د اوسني ضعيف حکومت د شتون له امله دى .
هغه وويل ، چې د دغه بحران د پاى ته رسولو لپاره بايد ګوندونه ايتلافونه جوړ کړي او د حقيقت ګوند هم له همدې امله له ملي ايتلاف سره د يو ځاى کېدو پرېکړه کړې ده .
ده هم تور پورې کړ ، چې ارګ هڅه کوي په راتلونکو ټاکنو کې د د رغليو له لارې خپل کانديد واک ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي پر رڼو او په وخت ټاکنو ټينګار کړى او ويلي يې دى، چې دى ځان نه کانديدوي.