Add new comment

"کانديدان دې قانون ته درناوى وکړي"

 
اسعداباد (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د کونړ د بېلابېلو مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو د ولسمشرۍ له نوماندانو قانون ته د درناوي غوښتنه وکړه.دغه غوښتنه د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پنجشنبې په ورځ د يوه مدني حرکت په بڼه له بېلابېلو ولسواليو نه راغلو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې وکړه.
قومي مشر مولوي ضياء الرحمن الله يار په دې غونډه کې وويل، د کونړ خلک به د هر هغه ناقانونه خوځښت پر وړاندې ودرېږي، چې د ده په وينا، د هېواد له قوانينو سره اړخ نه لګوي.
ده زياته کړه، د دوى چپ پاتې کېدو نورو ته ميدان خالي کړى، چې په وينا يې نور به غلي نه کېني.
د غونډې يو بل ګډونوال مولوي عبد الرحمن د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم د پلويانو له لوري د لويې جرګې په خېمه کې د ولسمشر حامد کرزي د انځور راښکته کول وغندل او له افغان حکومت نه يې د دې انځور د راښکته کوونکو د عدلي پلټنې غوښتنه وکړه.
د ده په وينا، نورې د چا سپکې سپورې نه شي زغملى او له کانديدانو غواړي چې پر ولس دې د چوکۍ لپاره ملنډې نه وهي.
د غونډې په پاى کې د سيدجمال الدين افغان مدني ټولنې مرستيال نعمت الله کرياب  يو پرېکړه ليک ولوست، چې په کې له دواړو نوماندانو غوښتل شوي، چې له صبر او زغم دې کار واخلي، د ناندريو او ګواښونو پرځاى دې له ملت سره وفا او قانون ته درناوى وکړي. ولس ته د اندېښنو له پيدا کولو دې ډډه وکړي. نوماندان او د هغوى پلويان دې له داسې ګواښونو هم ډډه وکړي، چې ملي واکمنۍ او ملي يووالي ته زيان رسوي.
په پرېکړه کې راغلي، د افغانستان منتخب ولسمشر حامد کرزي د ملي واکمنۍ سمبول دى او د لويې جرګې په خېمه کې د هغه د انځور راغورځول او بې حرمتي زموږ د ملي واکمنۍ ته سپکاوى دى. له عدلي او امنيتي ارګانونو هيله کېږي، چې د هېواد د ملي ارزښتونو او سلامتيا د ساتنې په موخه دا ډول پېښې او د هغې عاملين په جدي ډول تعقيب کړي.
دغه راز هغوى له امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد په دې حساسو او تاريخي شېبو کې د خپل ملي مسووليت له مخې له ملي واکمنۍ، امن او نظم کلکه ساتنه وکړي، په دې برخه کې د مغرضو او ورانکارو کسانو د هر ډول ګواښونو مخنيوى وکړي.
 دوى له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، لکه څرنګه چې تر اوسه يې په افغانستان کې د قانوني نظام او ولسواکۍ له پياوړتيا سره مرسته کړې ده، تر دې وروسته دې هم زموږ له قانوني بنسټونو او منتخب نظام کلکه ننګه وکړي او د مداخلې پر ځاى دې لازمه مرسته او مشوره ورکړي او د هغو عناصرو مخه دې ونيسي، چې غواړي دا هېواد يو ځل بيا د بې ثباتۍ پر لوري بوځي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.