مزارشريف (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د بلخ والي او د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رييس عطا محمد نور وايي، چې د ټاکنو د دويم پړاو د لومړنيو پايلو خپرېدل له مدني حرکتونو څخه د موازي حکومت تر اعلان پورې زمينه برابر کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د يوې اعلاميې په ترڅ کې کړې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو د لومړنيو پايلو له خپرېدا وروسته، د ده په رسمي ويبپاڼه-balkh.af کې خپره شوې ده.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته د دې خپرې شوې وييپاڼې په اړه وويل، چې ياده ويبپاڼه د عطا محمد نور رسمي پاڼه ده او په کې خپره شوې اعلاميه د ده شخصي نظر څرګندوي.
دغه اعلاميه چې په دري ژبه ليکل شوې، په پيل کې يې راغلي: ((لکه څنګه چې مو بار بار هڅه وکړه، چې د ټاکنو کمېسيون زموږ پر ځای غوښتونو ته ځواب ووايي، سپينې او تورې رايې بېلې او د خلکو د حقيقي رايو پايلې اعلان کړي؛ خو ومو ليدل چې داسې يې ونه کړل او د دغه وطن د ميليونونو اوسېدونکو د غوښتونو خلاف يې له درغليو د ډکو پايلو اعلان وکړ.))
په اعلاميه کې راغلي، چې اعلان شوې پايلې او د ټاکنو کمېسيون هر ډول کړنې ځکه قانوني ارزښت نه لري، چې دغه هر څه د اصلاحات او همپالنې ټيم د ناظرينو په نشتوالي کې شوي دي.
همداراز په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ټاکنو پر کمېسيون باور او د دغه کمېسيون خپلواکي په پوره توګه له منځه تللې ده.
نور ويلي، چې د ټاکنو کمېسيون د تېرې ورځې اعلان او په پرله پسې توګه د خلکو له خوا د حقيقي رايو تر تصفيې پورې د ټاکنو د پايلو د اعلانېدو د ځنډولو د غوښتنې نه منلو، له مدني حرکتونو څخه د موازي حکومت تر اعلانېدو پورې زمينه برابر کړې ده.
د اعلاميې په پاى کې راغلي: ((د اصلاحات او همګرايي ټيم له ملاتړو او هغو خلکو چې زموږ غږ ته لبيک وايي، له خپلو ټولو امکاناتو سره د مدني حرکتونو او د نورو لارو، چې ستاسو د حقيقي رايو د ساتنې لپاره غوره کېږي، چمتو اوسئ.))
دغه اعلاميه د عطامحمد نور د فيسبوک په رسمي پاڼه کې هم خپره شوې ده.
پر دې اعلاميه ۲۶۵ کسانو کمېنټونه ورکړي، چې ځيني د يادې اعلاميې په ملاتړ او ځيني يې په مخالفت کې شوي دي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په افغانستان کې له هر ډول موازي حکومت جوړولو سره کلک مخالفت ښودلى او په دې اړه يې پر شوو څرګندونو اندېښنه څرګنده کړې ده.