Add new comment

Prolonged polls process affects Herat businesses

 
هرات (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو د بهير غځېدنې د هرات پر سوداګريز سکتوراو پر روزګار بده اغېزه کړې ده.
ځايي سوداګر او هټۍ وال وايي، چې له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې ټاکنيزو سياليو او د ټاکنو بهير دوام د دغه ولايت پر کارو بارو سيورى غوړولى دى.
له دغو اندېښنو سره هم مهال د اصلاحاتواو همپالنې ټيم دويم پړاو ټاکنې کړکېچنې بولي ، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلانوي.
د هرات ښار يوه هټۍ وال حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو پروسې لا غځېدل به د هېواد په کچه هټۍ والو ته زيانونه واړوي.
د ده په خبره: ((له هغه وخته چې د ټاکنو پروسه پيل شوې، زما کاروبار ورسره خراب شوى، د توکو په بيه کې زياتوالى نه دى راغلى، خو خرڅلاو تر پخوا کم شوى دى.))
بلخوا يوه سوداګر فريداحمد پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د راکړې ورکړې بازارونه ساړه شوي او راکړه ورکړه کمه شوې ده.
ده وويل، که دويم پړاو ټاکنې تر ټاکلې مودې وغځېږي، ښايي اقتصادي وضعيت به تر دې هم خراب شي.
دى وايي: ((زه بېلابېلا سوداګريز توکي هېواد ته راوړم او پر هټۍ والو يې پلورم، تر پخوا د هټۍ والو تقاضا کمه شوې ده.))
د هرات ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي تاييدوي ، چې ټاکنيز بهير د دغه ولايت پر سوداګريز سکتور منفي اغېزه لرلې ده.
د دې ادارې د عامل مدير خليل احمد يارمند پژواک ته وويل، څومره چې ټاکنيز بهير غځېږي په هماغه کچه د خلکو اندېښنې زياتېږي او دې چارې پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده.
 
يارمند وويل: ((له څه مودې راهيسې د هرات په ولايت کې سوداګريز سکتور کمرنګه شوى او د دغه کار يواځېنى لامل د ټاکنو د بهير غځېدل دي.))
په ورته مهال د هرات ولايت د کار او ټولنيزو، شهدا او معلولينو چارو امر وکيل احمد سهيل وايي، چې د ټاکنو له امله په دغه ولايت کې د بې کارۍ کچه ډېره شوې ده.
سهيل پژواک ته وويل، چې د ټاکنو بهير په هرات کې د بېکارۍ پر زياتېدو او سوداګرۍ اغېزه کړې، خو پر دې کچه هم نه چې ګني دلته دې کارونه په ټپه ولاړ وي.
نوموړې وايي: ((منم چې د ټاکنو د بهير غځېدو له امله کارونه کم شوي، په بازارونو کې راکړه ورکړه کمه شوې ، خو هر څه له نشت سره نه دي برابر.))
پر هرات سربېره د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو پروسې غځېدلو، پر سوداګرېزو سکتور او کارو بار منفي اغېزه درلودې ده.
خو له دې ټولو سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې پر ټاکلي موده به د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړ ي او دا پروسه به نوره ونه غځېږي.
بلخوا ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د ټاکنو د پايلو تر اعلانېدو وروسته چمتوالي لري، څو په سوله ييزه توګه واک بريالي نوماند ته وسپاري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.