Add new comment

Votes from 19 Paktika polling sites thrown out

 
 ښرنه (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): په پکتیکا کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لوري د ۱۹ محلونو رايې باطلې اعلان شوې او د ډاکټر عبدالله د کمپاین مسوول د درغلۍ په تور نغدي جریمه شوى دى.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په یوه علني غونډه د دغه ولايت په دریو ولسوالیو کې د يادو محلونو رايي باطلې اعلان کړې دي.
د پکتيکا د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر عبدالحمید ملنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دغو ۱۹ محلونو له ډلې اته په ارګون، اته په برمل او پاتي درې نور په خيرکوټ ولسوالۍ کې د کره شواهدو پر بنسټ باطل اعلان شول.
 په دې علني غونډه کې د ډاکټر اشرف غني د ټاکنیز ټیم، مدني ټولنو، رسنیو او سیاسي ګوندونو استازو برخه اخیستې وه.
ملنګ وايي، په پکتیکا ولایت کې له دوی سره د درغلیو په اړه ۲۶ شکایتونه ثبت شوي، چې اته يې د پکتیکا ولایتي او پاتي ۱۸ د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي دفتر کې شوي دي.
هغه زياته کړه: ((له مرکزي دفتر څخه هم ټول شکایتونه موږ ته د څېړنې لپاره راولېږل شول، د ۲۶ شکایتونو له جملې څخه پنځه يې مستند وو او موږ يې په اړه له اصولو سره سم پرېکړه وکړه.))
همداراز ملنګ وويل، چې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډاکټر عبدالله د ټاکنیز دفتر مسوول عتیق الله په ټاکنو کې د درغلیو له امله ۷۵ زره افغانۍ جریمه کړى دى.
د سرچيني په ادعا، په باطلو شوو ۱۱۴۰۰ رایو کې تر لسو زرو زیاتې يې د ډاکټر عبدالله په ګټه کارول شوې دي.
په پکتیکا کې د ډاکټر عبدالله ټاکنیز ټيم مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.