Add new comment

شاهراه شمال- کابل باز گرديد

لومړى تعقيب-پخلمري (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٣): د کابل – شمال لويه لاره، چې په بغلان ولايت کې د لاريون له امله د مساپرو پرمخ تړلې وه او مساپرو د ځور لامل  ګرځېدلې وه؛ بېرته خلاصه شوه.
د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم پلويانو نن د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د دغه ټيم په ملاتړ لاريون وکړ.
دوى د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د پخواني رييس ضيا الحق امرخېل پر ضد شعارونه ورکول او د کابل- شمال لويه لاره يې بنده کړې وه.
 لاريون کوونکو د ديموکراسۍ په نوم يو تابوت ته د سړک په سر اور ورته کړ.
د پيکان حيدري په نامه يوه اعتراض کوونکي وويل:(( خلکو په خود جوش ډول لاريون کړى او غواړو، چې امرخېل محاکمه شي.))
هغه زياته کړه، چې پاکې رايې دې له ناپاکو جدا شي او متقلبين دې د ټاکنو کمېسيون څخه څنګ ته کړل شي.
 د ډاکټر عبدالله ټيم په دې وروستيو کې داسې يو غږيز فايل نشر کړى، چې د امرخېل او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم  او د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو د غړو ترمنځ خبرې او پلان شوى تقلب بلل شوى دى.
خو امرخېل بيا دغه غږيز  فايل جعلي وباله او  په کلکه يې رد کړ، خو وروسته يې په ټاکنو خپلواک کمېسيون کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د لاريون په سبب د کابل- شمال لويه لاره د يوه نيم ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او د عمومي سړک دواړو غاړو ته په لسګونو موټر لاړ وو.
د ضيا الله په نامه يو تن، چې له خپلې کورنۍ سره په يوه ٣٠٣ موټر کې کابل ته تللو ، پژواک خبري اژانس ته وويل:(( دخداى لپاره ماشومان مو له ګرمۍ نه مري، لاريون همداسې وي، چې عمومي لارې بندې کړي.))
 لاريون کوونکو وروسته د يوې پنځه ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره شمال- کابل لويه لاره خلاصه کړه.
د لاريون تنظيموونکي وايي، چې موخه يې د لويې لارې بندښت نه و او له دې امله، بښنه غواړي، چې دغه لويه لاره د معترضينو د ګڼې ګوڼې په سبب بنده شوې وه.
  په وروستۍ اونۍ کې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې وروسته له هغه لاريونونه وشول، چې ډاکټر عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ولسمشر حامد کرزى دده د سيال ټاکنيز ټيم څخه پر ملاتړ تورن کړل او ژر تر ژره يې د رايو شمېرنې پروسې او د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء د رييس ضيا الحق امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه.
خو حکومت دغه تور رد کړى او د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي، چې  د رايو شمېرنې پروسه به ونه ځنډوي او ټاکنيز شکايتونه به په عادي ډول وڅېړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.