Add new comment

"ځينې رسنۍ په زوره د ټاکنو ملي پروسه ګډوډوي"

 
جلال اباد (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): په ختيځ کې ليکوالان، خبريالان او يو شمېر نور د مدني ټولنو فعالان وايي، چې په هېواد کې يو شمېر رسنۍ غواړي په زوره قومي او ژبنيو تعصباتو ته لمن ووهي.
 نن دوشنبه (د چنګاښ دويمه) په جلال اباد کې لسګونو خبريالانو، ليکوالانو، د پوهنتون استادانو او د مدني ټولنو فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې، پر يو شمېر کورنيو رسنيو نيوکه وکړه ، چې غواړي په زوره د ټاکنو ملي پروسه ګډوډه کړي او قومي او ژبنيو تعصباتو ته لمن ووهي.
 د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون امر انجنير زلمي پر ټولو رسنيو غږ وکړ، چې له يادې چارې څخه دې مخنيوى وکړي او که چېرې يې مخنيوى ونه کړي، نو دوى به د يادو رسنيو پر وړاندې لاريونونه وکړي.
 نوموړي وويل، چې په افغانستان کې ځينې رسنۍ په زوره غواړي د ټاکنو هغه ملي پروسه، چې د سر په بدله په کې افغانانو ګډون وکړ، ګډوډه کړي.
 هغه زياته کړه: ((ما او زما کورنۍ د خپلې ککرۍ په بيه رايه ورکړې او زه نه غواړم، چې د خارجي زمامدارانو په اشاره دې زموږ سرښندې له خاورو سره خاورې شي.))
 د کابل پوهنتون استاد او د ختيځې سيمې د ليکوالو او د ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون هم پر رسنيو او د رسنيو پر کارکوونکو غږ وکړ، چې د ژورنالېزم اصولو ته دې ژمن واوسي.
 نوموړي وويل، که چېرې دوى ژمن پاتې نه شي، نو هېواد به د خپلو يوطرفه خپرونو پر بنسټ د يوه لوى ناورين کندې ته بوځي.
 هغه زياته کړه: ((له نړيوالې ټولنې هم غواړو، چې د يوه مرستندويه او څارونکي په توګه پاتې شي، نه دا چې په هېواد کې دې په خپل سر پرېکړې کوي.))
 د ازمون په وينا، يو شمېر کړۍ په فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې هم د ژورنالېزم او اخلاقي معيارونو پولې ړنګې کړي او د ځينو مشرانو پر شخصي حريم او کورنۍ تېرى کوي.
 ده پر ټولو غږ وکړ، چې د هېواد د ابادۍ لپاره دې له سالم سياست څخه کار واخلي.
 د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون بيا د رسنيو تر څنګ پر خبريالانو هم نيوکه کوي، چې دوى په لوى لاس غواړي ګډوډي رامنځ ته کړي.
 نوموړي د سياسي خپرونو پر چلوونکو هم نيوکه وکړه، چې د ګردي مېزونو لپاره داسې اشخاص ټاکي کوم، چې د هېڅ سياسي دريځ خاوندان نه وي او دوى په زوره غواړي، د يوه لوى بحران د رامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
 سباوون وويل: ((بايد داسې اشخاص ګردي مېزونو ته راوبلل شي، چې د وطن د رغونې مفکوره ولري.))
 دى وايي، په ټاکنو کې طبيعي ده، يوه ډله به ګټونکې او بله به ناکامه پاتې کيږي، خو له پايلو وړاندې لاريونونه او نيوکې به ياده ملي پروسه زيانمنه کړي.
 د غونډې په پاى کې يو څلور ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې په کې له ټوليزو او ټولنيزو رسنيو مشرانو، کارکوونکو، همداراز د سياسي مبصرينو او دواړو نوماندانو غوښتل شوي وو، چې د خلکو رايو ته دې درناوى وکړي او په لوى لاس دې د ټاکنو ملي پروسه نه خرابوي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.