Add new comment

62 complaints filed in Wardak: IECC

 
ميدان ښار (پژواک ۲ چنګاښ ۹۳): په ميدان وردګو ولايت کې د شکايتونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې تر اوسه د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه ۶۲ بېلابېل شکايتونه يې ثبت کړي دي.
د ميدان وردګو د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس حيات الله حامد د چنګاښ په ۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی په دغه ولايت کې ۶۲ شکايتونه له ځان سره ثبت کړي دي.
هغه زياتوي، دغه شکايتونه چې ۳۵ يې دوی ثبت کړي او ۲۳ نور يې په مرکزي دفتر کې ثبت شوي، چې د څېړنو په موخه له مرکزي دفتر څخه ورته رالېږدول شوي دي.
حامد وايي په دغو شکايتونو کې يې ۳۰ د دواړو نوماندانو په اړه ثبت شوي، چې په کې ۲۲ پر ډاکټر عبدالله عبدالله او ۸ نور د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر خلاف ثبت شوي دي.
د نوموړی په وينا، په ثبت شوو شکايتونو کې ۲۲ نور د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کار کوونکو د سرغړونو په اړه ثبت کړي او له امنيتي منسوبينو ورته ۱۱ شکايتونه ورغلي، چې دوی ثبت کړی دي .
د ميدان وردګو د شکايتونو خپلواک کمېسيون دغه چارواکی وايي چې په ثبت شوو شکايتونو کې ۴۹ هغه ثبت شوي شکايتونه دي، که له څېړنې وروسته ثبوت شوي نو د رايو په پايلو به اغېزه وکړي .
ده وويل چې د ثبت شوو شکايتونو څېړنه به د چهارشنبې تر ورځې پورې پای ته ورسوي او دوی پايلې به يې مرکزي دفتر ته د اجرااتو په موخه ولېږدوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې په ميدان وردګو ولايت کې ۲۷۸ زره کسانو د راى اچونې بهير کې ګډون کړی او په دغه ولايت کې ۴۶۳ محلونه ټول د راى اچوونکو پرمخ پرانيستي وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.