Add new comment

Ballot stuffing alleged in parts of Balkh

مزارشريف (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وايي ، چې له ځينو سيمو يې د درغليو او سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ټول هېواد په څېر په بلخ ولايت کې هم نن (د غبرګولي ٢٤مه) سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې.
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان چې د مزارشريف ښار د فاطمه بلخي په لېسه کې يې د رايې له اچولو وروسته له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، چې له ځينو سيمو يې د درغليو او سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دهدادي ولسوالۍ کې د ټاکنو د کمېسيون يوه کارکوونکي په څرګنده خلک يوه ځانګړي کانديد ته د رايې په ورکولو اړ کول.
د نوموړي په وينا، دوى له دې پېښې له خبرېدو سره سم دغه کارکوونکى له دندې ګوښه کړى دى.
ارمان وويل چې له زارع او کشندې ولسواليو او د مزارشريف ښار له ځينو مرکزونو يې هم د درغليو او سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي دي.
د ټاکنو د کمېسيون ځايي مشر وويل چې د مزارشريف ښار د فاطمې بلخي په ښځينه مرکز کې تېر ځل درغلۍ شوې وې او دوى يې دغه ځل د مخنيوي هڅه کړې ده.
هغه زياته کړه، په بلخ کې د رايو پنځه مرکزونه، چې ټاکل شوې وه پرانيستي واى، د نا امنيو او نورو لاملونو له امله تړلي پاتې دي.
پژواک اژانس داسې ويډيو ترلاسه کړې، چې په مزارشريف کې د جلال الدين بلخي د ښځينه مرکز مشرې ښځې هڅوي چې د يوه ځانګړي کانديد په ګټه رايې وکاروي.
ارمان په دې اړه وويل چې له ياد مرکز سره يې اړيکې نيولې او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د ټاکنو ځايي کمېسيون وويل، په ټوليزه توګه په دغه ولايت کې د رايو اچولو پروسه په ښه توګه روانه ده او تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.