Add new comment

Abdullah’s pamphlets distributed in Daikundi

نيلي (پژواک٢٤ غبرګولى ٩٣): د دايکنډي ولايت په دوو ټاکنيزو سايټونو کې پر خلکو د ډاکټر عبدالله او محمد محقق عکسونه وېشل کېدل، چې د خلکو له غبرګون سره مخ شول او په يوه بل سايټ کې يوه سيمه ييز پخواني قوماندان اشرف غني احمدزي ته کنځلې کړې دي.
له بلې خوا يو پخوانى سيمه ييز قوماندان د علي ګل په نوم د نيلي ښار د ميرجاي په سيمه کې يو ټاکنيز سايټ ته ننوتي او اشرف غني احمدزي ته چې د ډاکټر عبدالله سيال دى، کنځلې وکړې.
د پژواک خبريال له سيمې راپور ورکړ چې هغه د ټاکنيزو څارونکو له خوا له سايټ څخه و ايستل شو، خو بيا هم چيغې يې وهلې چې که چا ډاکټر عبدالله ته رايه ورنه کړه نو له سايټ څخه د باندې به د ده له غبرګون سره مخ شي.
د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين مسوول محمد هدايت د ياد سيمه ييز قوماندان پر چلند اعتراض وکړ او په اړوند سايټ کې يې خپل شکايت درج کړ.
هغه له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې که ياد قوماندان له خپلو ګواښونو لاس پر سر نه شي نو بايد چې ونيول شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.