Add new comment

Parwan polling sites open amid rigging reports

چاریکار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په پروان کې د دويم پړاو ټاکنو پر مهال د ځينو امنيتي پېښو تر څنګ په ځينو سيمو کې د درغليو هڅې شوې او په ټاکنو کې د تېر په پرتله د خلکو ونډه کمه ده.

د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو له اتو کانديدانو يوه هم د بريا لپاره اړينې رايې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.
دويم پړاو ټاکنې چې د دوو مخکښو کانديدانو (ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله) تر منځ سيالۍ په کې روانې دي، نن سهار ٧ بجې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې پيل شوې دي.
درغلۍ
په پروان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عبدالقاهر وهاب ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په کوه ساپي، سياه ګرد او شينواري ولسواليو کې د کانديدانو ځيني کسانو د درغليو هڅې کړې دي.
هغه په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، چې د کانديدانو يادو کسانو د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي هم ګواښلي دي.
ده وويل، چې په دې اړه به د درغليو تر مستندولو وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.
د خلکو ونډه
د پروان په مرکز او ځينو ولسواليو کې خلک وايي، چې د لومړي پړاو ټاکنو په پرتله دا ځل په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ده.
نويد چې د پروان په مرکز چاريکارو کې يې د تجربوي لېسې د رايو ورکونې په مرکز کې يې خپله رايه کارولې، وايي چې په ياد مرکز کې د ټاکنو بهير سم روان دى او درغلۍ په کې نشته، خو د تېرو ټاکنو په پرتله په ټاکنو کې د خلکو ونډه لږ ده.
دغه راز ناجيه چې د پروان د مرکز اړوند د صادقي په لېسه کې يې رايه کارولې وايي په دغه مرکز کې هم د خلکو ونډه کمه وه او لامل يې دا دى چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د ولايتي شوراګانو ټاکنې هم وې او د ولايتي شورا نوماندانو خلک هڅول چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
خو د دغه ولايت د بګرام ولسوالۍ د دهن ميدان سيمې اوسېدونکي حشمت الله وويل، چې هلته ډېرو خلکو په ټاکنو کې ونډه واخيسته، خو په دوولس نيمو بجو په دغه مرکز کې راى پاڼې خلاصې شوې.
هغه وويل، چې د يادې سيمې يو شمېر کسان د راى پاڼو د نه شتون له امله په ياد مرکز کې په تمه دي او د ټاکنو کمېسيون بايد هلته نورې راى پاڼې ورسوي، تر څو خلک د رايې ورکولو له حق څخه محروم نه شي.
په پروان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر د راى پاڼو تر خلاصېدو لږ وروسته وويل، چې ډېر ژر به ياد مرکز ته راى پاڼې واستوي.
د يادونې ده، د هېواد له ځينو نورو سيمو هم راپورونه ورکړل شوي، چې د لومړي دور په پرتله دغه ځل په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ده.
د هېواد له ځينو نورو سيمو هم د ټاکنو په تړاو له قانون څخه د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نن په شاوخوا يولس نيمو بجو وويل، چې تر اوسه په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو ٢٤ شکايتونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.
امنيتي ستونزې
د پروان د شينواري ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى دين محمد وايي، چې هلته يې په ټاکنو کې درغلۍ نه دي ليدلي، خو وايي چې له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د "شتر شهر" سيمې د رايو مرکز ته څېرمه راکټ ولګېد.
دى وايي، چې دغه راکټي بريد مرګ ژوبله نه لرله خو دا مهال (يوه نيمه بجه) امنيتي ځواکونه پر نږدې غرونو ډزې کوي او خلک له وېرې د رايو لپاره ياد مرکز ته نه شي ورتلاى.
د هغه د څرګندونو له مخې، تر دې بريد مخکې ډېرو خلکو په دغه مرکز کې رايه ورکړه.
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي وايي، چې د دې ولسوالۍ د خسرو ولي ليسې د رايې ورکونې مرکز ته څېرمه نن سهار شاوخوا پنځه بجې چاودنه وشوه، خو ٧ بجې مرکز پرانستل شو او اوس يې چارې په عادي ډول پر مخ روانې دي.
د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ يو اوسېدونکى مشتاق احمد وايي، چې د دې ولسوالۍ د سياه ګرد د لومړني ښوونځي، د حضرت علي (رض) لېسې او فندقستان لېسې د رايې ورکولو پر مرکزونو له غرمې مخکې په شاوخوا اتو بجو راکټي بريدونه وشول.
هغه وويل چې وروسته په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې هم وشوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
دى وايي، له يادو نښتو سره سره يو شمېر کسان يادو مرکزونو ته ورځئ او رايه ورکوي، خو شمېر يې کم دى.
په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر وايي، چې په ځينو سيمو کې امنيتي ګواښونه وو، خو د دغه ولايت ټول د رايې مرکزونه فعال دي.
په پروان کې د رايو ورکولو ١٣٨ مرکزونه دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي مني چې په سياه ګرد کې نښتې او د بګرام د خسرو ولي لېسې د رايې ورکولو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې، خو وايي چې هلته د رايو ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي دي.
هغه وويل، چې د دغه ولايت د مرکز اړوند د بايانو په سيمه او د سيدخېلو ولسوالۍ د "سه دکان انچو" په سيمو کې هم د رايو مرکزونو ته څېرمه چاودنې شوې، خو د ټاکنو پر بهير يې اغېز نه دى کړى.
سرچينه زياتوي، چې په شينواري ولسوالۍ کې هم يو مرکز ته څېرمه يو راکټ لګېدلى، خو زياتوي چې په يادو ټولو چاودنو او بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ټولو سيمو کې د رايو مرکزونه فعال دي.
دى زياتوي، چې نن له غرمې وروسته د بګرام د "قلعه بند" په سيمه کې دوه راکټونه لګېدلي، چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي دوه عام وګړي ټپيان شوي دي.
د هېواد له ځينو نورو سيمو هم د نا امنيو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.