Add new comment

د تخار د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون یوه کمشنر استعفا وکړه

 
تالقان (پژواک،٣٠ غبرګولى٩٣): د تخار ولايت د ټاکنو د شکایتونوکمېسیون یوه کمشنر برنا صالحي له خپلې دندې استعفا وکړه.
صالحي دغبرګولي په ٣٠ د يوې خبرې غونډې پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورن کړ،چې د مشخص کانديد په ګټه یې درغلۍ کړې دي.
هغه وویل:((له خپلې دندې مې په رسمي توګه استعفا ورکړه، غواړم هغې ډلې سره یو ځای شم ،چې د حق او ډیموکراسۍ  لپاره مبارزه کوي.))
 هغه وايي، په تخار کې د درغلیو په اړه ډېر اسناد لري، که اړتیا وي  رسنیو او خلکو ته به یې وړاندې کړي؛څو قضاوت پرې وکړي.
صالحي که څه هم وايي،چې د ریيس په توګه يې له خپلې دندې استعفا کړې؛ خو ددې کمېسیون یو بل کمشنر عبدالملک حمیدي وايي، صالحي رييس نه دى او نه يې له استعفا څخه اداره خبره ده.
حميدي وايي ، برنا صالحي ددغه کمېسیون کمشنر دی؛ دوه میاشتې مخکې رییس وو؛خو  له یوې اوونۍ راهیسې ده ته  دغه مسوولت ور ترغاړې شوى دى.
ده وويل:((  صالحي دوه میاشتې مخکې رییس وو، له هغه وروسته زموږ یوبل کمشنر رییس شو او یوه اوونۍ کېږي زه رییس ټاکل شوى يم. زه د هغه له استعفا خبر نه يم او د علت په اړه یې څه نه شم ویلای. دا دهغه شخصی حق دی، چې کار کوي که یې نه کوي.))
د تخار د ټاکنوکمېسيون تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو ددې ولايت د شکاياتوکمېسيون  اوسنى رييس حميدي وايي، شوې درغلۍ په دې کچه نه دي، چې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي.
عبدالملک حمیدي وويل، په دې ولايت کې د ټاکنو په تړاو٥٤ شکايتونه ثبت شوي، چې د دواړو کانديدانو او د ټاکنو کمېسيون د غړو د طرفدارۍ په اړه دي.
ده وويل، د دې شکايتونو څېړنه کېږي، خو داسې ښکاري، چې په دې کچه به نه وي څو ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.