Add new comment

65 complaints registered in Badakhshan

 
فيض اباد (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): د بدخشان د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر د ټاکنو په ورځ په دغه ولايت کې د ٥٦ شکايتونو له ثبت خبر ورکړى او وايي چې کله لومړي درجه شکايتونه ثابت شي، نو د ټاکنو پر پايلو به اغېز وکړي.
د دغه کمېسيون رييس محمدتوفيق راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ټاکنيزو ټيمونو له خوا ٢٦ شکايتونه په بدخشان او ٣٠ نور د کابل په مرکزي دفتر کې ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په بدخشان کې ډېرى شکايتونه د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم له خوا د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم پر ضد ثبت شوي او د عبدالله د ټيم شکايتونه د مقابل لوري په پرتله کم دي.
راسخ وويل، په ځانګړي ډول د ولسي جرګې پخواني غړي مولوي عبدالعزيز د ټاکنو په ورځ په کوهستان ولسوالۍ کې خلک اړباسلي، چې خپله رايه د يوه ځانګړي نوماند په ګټه وکاروي، چې دده د لاسوهنې له امله سايټ د پوليسو له خوا وتړل شو او چا رايه ورنه کړه.
د بدخشان د ټاکنو کمېسيون د دفتر رييس زياته کړه، چې لس شکايتونه په الف ګروپ کې راغلي، چې که ثابت شي امکان لري چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر پايلو اغېز وکړي.
همدارنګه ١٢ نور شکايتونه په (ب) او (ج) ګروپونو کې ثبت شوي، چې ټاکنيزې درغلۍ او سرغړونې په کې شاملې دي، چې که ثابت شي نو عاملان به يې نغدي جريمه شي او څلور نور شکايتونه حقوقي او جنايي دي، چې په کمېسيون پورې اړه نه لري.
هغه په ډاګه کړه، چې د بدخشان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړو په اړه هم د سرغړونو او درغليو په اړه شکايتونه ثبت شوي، خو شمېر يې څرګند نه کړ.
راسخ وويل: ((ټاکل شوې چې د شکايتونو په اړه د پايلو اخيستنې پروسه د راتلونکې اونۍ تر لومړيو پورې بشپړه او اعلان شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى، چې د شکايتونو د ثبت نېټې له پاى ته رسېدو سره د هېواد په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د څرنګوالي په اړه ټول ټال ٢٥٥٦ شکايتونه ثبت شوي، چې ډېرى يې (٩٩١) د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په اړه دي.
بلخوا د بدخشان د ټاکنو کمېسيون رييس محمدرسول عمر وويل، چې د بدخشان ولايت له ٢٤ ولسواليو د ټاکنو حساس توکي فيض اباد ښار ته را رسېدلي او ډيپو شوي دي.
هغه وويل، چې د ١١ ولسواليو حساس توکي د الوتکې او د ١٣ نورو د ځمکې له لارې لېږدول شوي او ټاکل شوې چې نن د نُسي، شُکي او ماهمي ولسواليو ټاکنيز توکي هم د هوا له لارې فيض اباد ته ولېږدول شي.
عمر زياته کړه: ((موږ د ټاکنو د لېږد په پروسه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه يو مخ شوي.
ټاکل شوې چې ټول توکي ډېر زر په ساتونکو کڅوړو کې ځاى پر ځاى او د ټاکنو کمېسيون د پايلو د جمع بندۍ مرکز ته ولېږدول شي.))
د غبرګولي په ٢٤ مه د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو کې څه باندې اوه ميليونه کسانو رايه ورکړه او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ هغه يې د همدې مياشتې په ٣١مه اعلان شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.