Add new comment

"د ټاکنو کمېسيون دې درغلګر محکمې ته ور وپېژني"

 
جلال اباد (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار کي د مدني ټولنې يو شمېر استازو د ټاکنو له کمېسيونه وغوښتل، چې په ټاکنو کې درغلي کوونکي دې محکمې ته ور وپېژني.
دغه غوښتنه د غبرګولي په ٢٨مه په جلال اباد ښار کې د مدني ټولنې غړو د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې په کې ګڼ شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
دوى د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ټاکنو له خپلواک او د شکايتونو له کمېسيونونو وغوښتل چې د ټاکنو روڼوالي ته کلکه پاملرنه وکړي او درغلي کوونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د مدني ټولنې يوه استازي ډاکټر نجيب الله صاحبزاده پژواک اژانس ته وويل چې خلکو په تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ او خپلې رايې وکارولې.
هغه له کمېسيونونو وغوښتل چې د خلکو د رايو درناوى وکړي او پروسه دې په سمه توګه پر مخ بوځي.
دوى له اړوندو کمېسيونونو وغوښتل چې خپل بې پريتوب دې وساتي او د دې ترڅنک د ټاکنو په پروسه کې د خپلو اشخاصو او نوماندانو د پلويانو له اړخه د ناسمو او غلطو راپورونوله خپرولواو په هېواد کې  دې ډډه وشي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.