Add new comment

ميدان وردګو کې دا ځل د تېر په پرتله د رايې ورکوونکو شمېر ٢٥سلنه زيات وو

 
ميدانښار ، محمود راقي ( پژواک ۲۵ غبرګولی ۹۳) : د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې دا ځل  ٢٥ سلنه زياتو خلکو په ټولټاکنو کې برخه اخيستې وه.
ددې ولايت د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله پيغام د غبرګولې په ۲۵ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې ۲۸۰ زره کسانو د رايې اچونې بهير کې برخه اخيستې وه.
نوموړی زياته کړه، چې د لومړی پړوا په پرتله ۸۰ زرو زياتو کسانو په دويم پړوا ټاکنو کې ګډون کړى وو .
پيغام وايي چې د دغه ولايت له ټولو ولسواليو څخه د رايې اچونې صندوقونه راټول شوي او د زيات شمېر مرکزونو رايې هم شمېرل شوې دي .
د ده په وينا، په لومړی پړوا ټاکنو کې دې ولايت  ۳۸۹ د رايې اچونې مرکزونه درلودل،خو په دويم پړوا ټاکنو کې د خلکو په غوښتنه د دغو مرکزونو شمېر ۴۶۳ ته لوړ کړل شو،چې ۷۴ زياتوالی په کې راغی او همدا لامل وو،چې د لومړی پړاو څخه ۸۰ زره زياته رايه کارول شوې ده.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل ، چې  په ټاکنو کې د خلکو د زيات ګډون لامل د خلکو عامه پوهاوی و ،چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو له لوري کلي په کلي ورکړل شوی وو.
هغه زياته کړې وه،چې مېرمنو هم دغه عامه پوهاوی کلي په کلي ترسره کړی وو،ځکه ګڼ شمېر مېرمنو هم د رايې اچونې بهير کې ګډون کړی وو.
په همدې حال کې په ميدان وردګو کې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون د درالانشا رييس حيات الله حامد د غبرګولى په ۲۵پژواک خبري اژانس ته وويل ،تر دې  مهاله ورته څلور شکايتونه راغلي دي .
هغه زياته کړه،په يادو شکايتونو کې يې دوه ليکلي او دوه يې ټېلېفوني معلومات دي او د شکايتونو د ثبت لړۍ به د غبرګولي ۲۶ نېټې مازيګره پورې دوام وکړي .
بلخوا د کاپيسا د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې ۷۸ د رايې اچونې مرکزونه  پرانيستل شوي وو، خو په اله ساى ولسوالۍ کې ټول مرکزونه بند وو.
د کاپيسا د ټاکنو کميسېون رييس نورمحمد حنيفي وايي، چې په اله سای ولسوالۍ د رايې اچونې يو مرکز هم نه و پرانيستل شوی او د درغليو د مخنيوي په اړه يې نوي کارکونکي نيولي  دي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين صافى وايي، چې د وري د ۱۶ نېټې د ټاکنو په پرتله په کاپيسا کې ۱۶ د ر ايې اچونې نور مرکزونه هم زيات شوي وو او د دوی امنيتي ځواکونو په ښه ډاډ سره د خلکو امنيت نيولی و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.