Add new comment

کندهار کې ټاکنې د تېر په پرتله ښې وې

 
کندهار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): خلک او چارواکي وايي، چې په کندهار ولايت کې د تېر په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې ستونزې کمې وې او دغه پروسه په ښه توګه ترسره شوه.
که څه هم پرون د ټاکنو په ورځ شاوخوا ١١ بجې اوه ځانمرګي بريد کوونکي د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند د پاچا خان جادې په سيمه کې د استوګنې يوه بلاک ته ختلي وو، خو د امنيتي ځواکونو له خوا په کلابندۍ کې وساتل شول او کله چې ټاکنې پاى ته ورسېدې، عمليات ورباندې پيل شول، چې اوس هم دوام لري.
د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي اجمل پژواک اژانس ته وويل، چې د تېر په پرتله ټاکنيز مرکزونه پر وخت پرانيستل شول او کارکوونکي هم د تېر په پرتله ښه روزل شوي وو
.
هغه زياته کړه، په تېرو ټاکنو کې د کمېسيون مامورينو د رايو ورکولو پر مهال خلک ډېر ځنډول، خو دغه ځل خلک ډېر انتظار نه پاتې کېدل او د رايې ورکولو پروسه ډېر ژر ترسره کېده.
له کندهار ښاره بهر په ولسواليو کې هم دغه ځل خلک د ټاکنو له بهير څخه خوښ ښکارېدل او ويل چې له هيڅ راز تخنيکي ستونزې او يا هم امنيتي ګواښ سره نه دي مخ شوي.
د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې يوه قومي مشر حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کلي کې يې پوليسو د ټاکنيز مرکز امنيت په ډېره ښه توګه خوندي کړى و او خلکو په ډېره خوشحالۍ خپلې رايې کارولې.
هغه زياته کړه، د تېر ځل په څېر دغه ځل هم ډېرو خلکو خپلې رايې وکارولې او د خلکو په ګڼه ګوڼه او شمېر کې ډېر توپير نه تر سترګو کېده.
د سپين بولدک ولسوالۍ يوه مخور حاجي امان الله هم ورته خبره کوي او وايي، چې دغه ځل شکايتونه بېخي کم وو، هم امنيت ښه و او هم د ټاکنو د کمېسيون اړوند چارې ښې روانې وې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لاره تړل شوې وه، امنيتي ځواکونو په بشپړه توګه امنيت خوندي کړى و او جوپې جوپې خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته تلل او خپلې رايې يې کارولې.
د عامو خلکو تر څنګ د کندهار ولايتي چارواکي هم په دغه ولايت کې له يو څو پېښو پرته په ښه توګه د ټاکنو د ترسره کېدو خبر ورکوي.
د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي چارواکي د تېر په څېر دغه ځل هم وتوانېدل په ډېره ښه توګه د ټاکنو امنيت خوندي کړي او خلکو ته يې زمينه برابره کړه چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
هغه د ورځې په اوږدو کې يوازې د زرغونې انا لېسې په ټاکنيز مرکز کې د رايو پاڼو خلاصېدل ومنل خو ويې ويل چې ډېر ژر هلته نورې رايې پاڼې ورسول شوې او ستونزه هواره شوه.
ويسا دا هم وويل چې نه يوازې په کندهار ښار، بلکې په ولسواليو کې هم ټاکنيز مرکزونه پر وخت خلاص شول، امنيتي ځواکونو يوازې د امنيت ساتلو دنده پر غاړه لرله او چا هم له خپل موقف څخه په ګټنې په ټاکنو کې د مداخلې هڅه نه ده کړې.
د کندهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري هم خوښي وښوده چې ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې او کومه جدي ستونزې مخې ته نه ده راغلې.
هغه د کندهار ښار د زرغونې اناليسې په ټاکنيز مرکز کې په يوه نارينه محل کې د رايې پاڼو خلاصېدل د خلک د زيات شمېر ګډون له امله وګڼل او ويې ويل چې دغه ستونزه يې په کم وخت کې هواره کړې او دغه مرکز ته يې رايې پاڼې رسولې دي.
بلخوا د کندهار ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري وايي، چې د تېر په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې شکايتونه بېخي کم وو او تر دې مهاله يوازې په يوه مرکز کې د رايې پاڼو د خلاصېدو په اړه ټليفوني شکايتونه شوي دي.
د کندهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق هم وايي چې نن د ټاکنو د ورځې په اوږدو کې کومه جدي امنيتي پېښه نه ده تر سترګو شوې، خو يوازې شاوخوا اوه ځانمرګي بريد کوونکي د غرمې په ١١ بجو د خلکو د استوګنې کورونو ته ننوتل او پر پوليسو يې د لاسي بم او راکټونو بريد وکړ.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو تر مازديګر هغوى په محاصره کې وساتل، له هغوى سره يې خبرې پيل کړې تر څو له بريده لاس واخلي، خو چې هغوى و نه منله نو د ټاکنو د وخت تر پاى ته رسېدو وروسته ورباندې عمليات پيل شول چې لا هم دوام لري.
امنيه قوماندان د ورځې په اوږدو کې په ميوند ولسوالۍ کې د دريو راکټونو د لګېدو او په معروف ولسوالۍ د سپينې ګارې پر امنيتي پوستې د وسله وال بريد يادونه وکړه چې هيڅ راز تلفات يې نه لرل.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.