Add new comment

Ghor NDS official died in roadside blast

 
فيروزکوه (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د غور ولايت د دولينې ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال د هغه ماين په چاودنه کې وژل شوى، چې د ټاکنيزو توکو د لېږد پروسې د ګډوډولو په موخه ځاى پر ځاى شوى و.
د غور والي سيد انور رحمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين نن له غرمې وړاندې ١١ بجې په بندباين کوتل کې د دولينه – فيروزکوه لارې په اوږدو کې چاودېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دولينه د ملي امنيت مرستيال عبدالمعروف وژل شوى او يو بل پوليس ټپي دى.
والي وايي، چې د ملي امنيت مرستيال له يو شمېر پوليسو سره د دې لارې په اوږدو کې دوه ماينونه شنډ کړل خو کله يې چې په درېيم ماين پيل وکړ، نو پرې چاودنه وشوه.
د غور د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال عبدالهادي چهلغوزي وايي، چې د ملي امنيت د مرستيال مړى د چورلکې په واسطه د غور مرکز فيروزکوه ته د وړل کېدو په حال کې دى.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د باين بند لارې پر اوږدو کې د ټاکنيزو توکو د لېږد پروسې د ګډوډولو په موخه ماينونه اېښي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ  د غور د دولتيار ولسوالۍ په يوه ټاکنيز مرکز د وسله والو مخالفينو د بريد په ترڅ کې څلور پوليس او دوه ملکيان ټپي او يو وسله وال طالب ووژل شو.
طالبان ادعا کوي، چې په دې نښته کې يې ١٢ امنيتي ځواکونه وژلي، پنځه يې ټپيان کړي او يو موټر له منځه وړل شوى دى. خو امنيتي چارواکي دغه ادعا ردوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.