Add new comment

11 dead in Samangan roadside blast

 
دويم تعقيب-ايبک (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): په سمنګانو کې د ماين چاودنې په پېښه کې د ټاکنو پروسې د کار کوونکو په ګډون يوولس تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمداکرام بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د ايبک اړوند د حسين خېلو په سيمه کې د سپرليو پر يوه فلاينکوچ موټر وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر ياد موټر هغه مهال چاودنه وشوه، چې په سيمه کې يو د پوليسو او بل هغه موټر تېر شو، چې ټاکنيز توکي يې لېږدول.
د هغه د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې شپږ سړي، څلور ښځې او يو ماشوم وژل شوي او درې سړي ټپيان دي.
د ده په وينا، په وژل شوو کې څلور ښځې او دوه نارينه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي کارکوونکي او نور د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څارونکي وو.
هغه وايي، چې وژل شوي او ټپيان د سمنګانو د مرکز اړوند د "منغر او چغت" سيمو اوسېدونکي دي.
له وژل شوو د يوې ښځې مړى نن سهار تر اتو بجو د چاودنې له ځاى څخه شاوخوا ٥٠ متره لرې پروت و او وروسته ولېږدول شو.
ټپيان چې يو موټر چلوونکى او دوه نور د ډاکټر عبدالله څارونکي دي، د سمنګان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ياد روغتون نوکريوال ډاکټر مقبل عزيزي پژواک ته وويل، چې له ټپيانو څخه د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.