Add new comment

ترينکوټ (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په اروزګان ولايت کې د رايو د صندوقونو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې چې له امله يې د کمېسيون يو شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماخوستن اته بجې په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ماين چاودنه پر هغه موټر شوې، چې له دهراوود ولسوالۍ څخه د رايو صندوقونه مرکز ته لېږدول.
دى وايي چې په دې چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات ورسره نه وو.
د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ټاکنو د کمېسيون يو کارکوونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د هغه په وينا، دغه راز په دې چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى او د موټر چلوونکى ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په دې پېښه کې د رايو صندوقونه او د رايو پاڼو ته هم زيان اوښتى دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.