Add new comment

"به کسی رای میتم که بچه های مه ره از زندان ایران خلاص کنه"

فراه (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د فراه ښار په يوه ټاکنيز مرکز کې يوه  سپين ږيري وويل هغه چا ته رايه ورکوم چې له ولسمشر کېدو وروسته بندي افغانان د ده له دوو زامنو سره چې په ناحقه په ايران کې د بند شپې ورځې تېروي، ازاد کړي.
دغه ٩٠کلن سړى چې غلام رسول نوميږي او د فراه د ښار د څلورمې ناحيې اوسيدونکى دى امسا په لاس، د فراه ښار د کرنې انسټيټيوټ د رايې اچونې په مرکز کې خپله رايه وکاروله.
هغه په ټاکنو کې د ګډون په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د خپلې خوښۍ اظهار نه شم کولى، راغلى يم چې رايه ورکړم تر څو موجوده حکومت تغير وکړي او د ظاهر شاه په شان يو ښه پاچا راشي...))
هغه وړاندې زياته کړه: ((نور له موجوده حکومت څخه ستړي يو، هر ورځ چاودنه کېږي او زموږ هېوادوال په خاورو او وينو لړل کېږي، زموږ په هېواد کې کار نشته، زموږ ځوانان پرديو هېوادونو ته ځي او وژل کېږي خو حکومت د هغوى پوښتنه نه کوي.))
غلام رسول وويل چې څلور کاله مخکې، يو ځوان زوى يې د عبدالحميد په نوم د کار او د حلالي روزۍ په لټه کې ايران ته تللى و، د ايران په کرمان ښار کې په ناحقه د ايران دولت له لوري اعدام شو.
هغه زياته کړه: ((هغوى زما زوى په دې خاطر اعدام کړل چې هغه يو غيرتي انسان و، کله چې يو شمېر ايراني لنډه غر افغان مهاجرين ته بد الفاظ (افغاني کثافت) ويل. زما زوى له هغوى سره ونښت هغوى هم ورته بهانه جوړه کړه او اعدام يې کړ.))
دغه سپينږيري افغان وويل چې يو زوى يې د محمد عيسى په نوم له ١٥ کلونو راپه دېخوا او بل يې له پنځو کلونو راپه دېخوا د ايران په زندانونو کې بنديان دي.
هغه زياته کړه، چې د ده زامن يې د ايرانيانو د قتل په تور بندي کړي، په داسې حال کې چې هغوى قتل نه دى کړى.
هغه وويل: ((‏زه او ښځه مې د څو وړو ماشومانو سره فراه ولايت کې اوسېږو، د ژوند ټول شته مو دغه زامن وو چې غريبي يې کوله او موږ ته يې پيسې لېږلې.))
هغه زياته کړه چې خپله د کار توان نه لري، خو ښځه يې  د خلکو په کورونو کې جامې مينځي او د کور لګښت پوره کوي.
هغه له پژواک سره د مرکې پر مهال ډېر زيات احساساتي و او په ژړا يې وويل: ((په خداى له ژونده موړ شوى يم، د خوړلو لپاره څه نه لرو، دولت هم د غريبو او بيوسو خلکو ته پام نه کوي.
غلام رسول زياته کړه چې نن ځکه د رايې ورکونې محل ته راغلى تر څو په خپلې رايې سره خپل راتلونکى و ټاکي.
هغه وويل: ((هغه چا ته رايه ورکوم چې ايران کې بندي بې ګناه افغانان له بنده خلاص کړي، هغه چا ته رايه ورکوم چې زما عيسى جان او نظر محمد جان له بنده خلاص کړي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.