Add new comment

"له هغو امنيتي مسوولينو سره به قانوني چلند وشي چې ټاکنو کې لاسوهنه وکړي"

 
مزارشريف(پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٣):د بلخ امنيتي چارواکي وايي، له هغو امنيتي مسوولينو سره به قانوني چلند وکړي، چې په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغليو اسناد پرې پيدا کړي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ټاکنو د امنيتي خونديتوب او د امنيتي ځواکونو د بې پرېتوب په موخه د غبرګولي په ۲۰مه، غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د بلخ ولايت د څوارلس ولسواليو امنيه قوماندانانو، د مزارشريف ښار د ناحيو امنيتي مسوولينو او د سيمه ييزو پوليسو قوماندانانو سربېره د امنيه قوماندانۍ، د نظم عامې او د سرحدي پوليسو لوړو پوړو مسوولينو برخه اخيستې وه.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي د غونډې په ترڅ کې خبري ناستې ته په خبرو کې وويل، چې د رايې کارونې لپاره د خلکو تشويقول، د پوليسو د بې پرېتوب ساتنه، د درغليو او سرغړونو مخينوی، د ټاکنو د پروسې په اوږدو کې له رسنيو سره مرسته کول، هغه اړخونه و، چې په ياده غونډه کې پرې په جدي توګه ټينګار وشو.
نوموړي زياته کړه:((د ټاکنو دکمپاينونو په ترڅ کې سيالۍ روانې دي او زموږ ټولنه، له ټولنيزو، قومي او تنظيمي اړيکو څخه خالي نه ده، ممکن يو پر بل باندې د تورونو لګولو هڅې هم وشي؛ خو موږ به د سند د پيدا کېدو هڅه کوو.))
خو نن د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان پژواک ته وويل، چې په کشندې ولسوالۍ کې پخوانيو سيمه ييزو قوماندانانو د دوی دوه کارکوونکي وهلي دي.
نوموړي همداراز زياته کړه، چې د زارع ولسوالۍ امنيه قوماندان د ټاکنو کمېسيون سيمه ييزو ناظمينو ته ګواښ کړی، چې که د رايې اچونې د مرکزونو کارکوونکي د دوی په خوښه ونه نيول شي؛ نو امنيت به يې ونه نيسي.
خو امنيه قوماندان رحيمي وويل، چې که څوک د کوم امنيتي تن پر وړاندې په ټاکنو کې د لاسوهنې، درغليو او يا هم د کوم مشخص کانديد په ګټه د کار کولو مستند شکايت وکړي؛ نو په جدي توګه به قانوني چلند وکړي.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅې کوي، چې د ټاکنو د پروسې او د ټاکنو د کارکوونکو د امنيت د خوندي ساتلو او د خپلې بې طرفۍ لپاره جدي کار وکړي.
د هغه په وينا، د شمال زون ځينې سيمې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي؛ خو دا په دې مانا نه دي، چې په دغو سيمو کې به ټاکنې نه تر سره کېږي.
رحيمي وويل، چې د شمال په نهو ولايتونو کې د ټاکنو پر وړاندې ۱۰۳ د لوړې درجې ګواښونه شتون لري؛ خو د ټاکنو پروسې ته به زيان ونه رسېږي.
نوموړي زياته کړه، هغه سيمې، چې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ بلل شوي، د ملي پوليسو تر څنګ به په کې ملي اردو هم د ټاکنو د امنيت په موخه ځای پر ځای وي او د امنيتي کسانو شمېر به هم په کې له عادي سيمو څخه ډېر وي.
د هغه په وينا، د شمال زون ۵۰ سلنه امنيتي ځواکونه د ټاکنو پروسې د امنيت د خونديتوب لپاره ګومارل شوي دی، چې پاتې ۵۰ سلنه يې په عادي توګه د امنيت اړوند ورځنۍ دندې پر مخ وړي.
رحيمي وويل، چې د پلان له مخې به له سبا ورځې د ټاکنو کمېسيون حساس ټاکنيز توکي د بلخ ولايت څوارلس ولسواليو ته لېږدول کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.