Add new comment

Jawzjan militants tear passengers’ voter, ID cards

 
شبرغان (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): د جوزجان د درزاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې وسله وال د شبرغان_ درزاب پر لويه لار د مسافرو موټر دروي، تذکرې او د رايې ورکولو کارتونه يې څيري.
د هغوى په وينا، وسله وال خلکو ته ګواښ کوي ، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې بايد ګډون ونه کړي، له هغه پرته به پرې بريدونه وشي او مسووليت به يې پر خپله غاړه وي.
خو امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو د امنيت ټينګښت ته پوره چمتووالى لري او په دې اړه دوى ته کوم راپور نه دى راغلى، خو که چېرې دا ډول کومه پېښه وشي نو مخه به يې ونيسي.
د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون کله چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته پر لارې و نو وسله والو مخالفينو يې د تراغليه افغانيه په سيمه کې له موټر درولو وروسته ټول مسافر ښکته کړل، چې له تلاشۍ وروسته يې د دوى د ټاکنو کارتونه او تذکرې څيري کړې.
هغه زياته کړه، وسله والو خلکو ته ګواښ کړى چې په ټاکنو کې بايد ګډون ونه کړي، ځکه قانوني بڼه نه لري او د بهرنيانو په مرسته ترسره کېږي.
د درزاب ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي کينجه وويل، چې طالبان يواځې په درزاب- شبرغان لويه لار له خلکو کارتونه نه ټولوي، بلکې هغوى په لرې پرتو سيمو کې هم فعاليت کوي او د هغوى کارتونه او تذکرې ټولوي.
هغه وويل: "وسله وال په قيرستون کلي کې د خلکو له لسګونو کارتونو جمع کولو وروسته د هغوى ټول کارتونه سوځوي."
دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې وسله والو طالبانو خلکو ته ويلي چې په ټاکنو کې د ګډون پر مهال به هغوى ګوتې ترې پرې کړي نو له همدې امله خلک ډېر اندېښمن دي، چې څه وکړي؟ خو يو شمېر کسانو يې اوس هم کارتونه ساتلي او ځينو يې طالبانو ته ورکړي دي.
خو د درزاب ولسوال ذبيح الله زاهد وويل، چى دوى ته تر دې مهاله خلکو د دوى کارتونو او تذکرو له څيري کولو شکايت نه دى کړى.
زاهد زياته کړه، چې د شبرغان-درزاب ولسوالۍ پر لويه لار ډېرې امنيتي پوستې پرتې دي او که چېرې داسې کومه پېښه رامنځته کېږي نو امنيتي ځواکونه حتماً ترې خبريږي.
هغه زياته کړه، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هم په دغو دوو کليو کې ټاکنې نه وې ترسره شوې، خو ډېر شمېر کسانو د درزاب په ولسوالۍ کې د ټاکنو مرکزونو ته تللي وو.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چى د دوى د چارواکو له لوري ټولو طالبانو ته امر شوى، چې په ټول هېواد کې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو د ګډون مخه ونيسي.
هغه له پژواک سره په ټيلېفوني اړيکه کې ټينګار وکړ، چې د دوى کسان د خلکو د رايې د ورکونې کارتونه له منځه وړي.
خو د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني وويل: "موږ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پرېکړ کړې، چې ټاکنې به د امنيت په فضا کې ترسره شي او خلک دې په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي."
نوموړى د طالبانو دغه کړنې، يو تبليغاتي کار بولي او څرګندوي چې وسله وال مخالفين به هيڅکله هم د ټاکنو په ورځ د امنيت د ګډوډولو وړتيا ونه لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.