Add new comment

د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې

 
کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو په ملاتړ پراخې غوندې وشوې او خلکو يې ملاتړ اعلان کړ.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښوونکو ټولنې د غبرګولي په ١٨مه د ولسمشرۍ له مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ښوونکو د ټولنې مشر عليشاه بابازو وويل، اشرف غني چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې مخکښ نوماند دی، د دوی ټولنه يې ملاټر کوي او ځپلې رايې به يې په ګټه وکاروي.
نوموړي زياته کړه، دوی د نوموړي نوماند ملاتړ د ژبې، قوم او ډلې له امله نه کوي، بلکې د هغه پوهې، وړتيا، پلانونو او تګلارې ته په ليدو رايه ورکوي.
دغه راز يوه ښوونکي محمدابراهيم مهربان وويل، ډاکتر اشرف غني د افغانستان لپاره يو وړ شخصيت دى او کولاى شي هېواد له بحراني حالته وباسي.
په همدې غونډه کې د ډاکتر اشرف غني د کمپاين د قومونو د همغږۍ مسوول سيف الملوک نوري له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې خپله رايه د دوى په ګټه وکاروي.
بلخوا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې لسګونه جهادي شخصيتونو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له بل مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله څخه ملاټر اعلان کړ.
جهادي شخص او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم ميرولي وويل، عبدالله عبدالله مجاهد دى او دوى هم د نوموړي نوماند ملاتړ کوي.
ميرولي زياته کړه، دغه نوماند د ولسمشرۍ لپاره وړ شخص دى او د هېواد د راتلونکې لپاره ښه او ګټور پلانونه لري.
دغه راز د غلام سرور ذاکر په نوم يوه بل پخواني جهادي شخص او قومي مشر وويل، ډاکټر عبدالله عبدالله نه يواځې د جهاد پر مهال د خپلوخلکو لپاره خدمت کړى، بلکې د بهرنيو چارو د وزارت پر مهال يې هم د دغه هېواد لپاره تر خپله وسه پوره هڅې کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د پنځو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، پر يادې ولسوالۍ سربېره په کې د غني خېلو، نازيان، اچين، مومندرې او خوږياڼو ولسواليو ګڼ شمېر ولسونو ګډون کړى و او په راتلونکو ټاکنو کې يې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
د شينوارو قومي مشر حاجي کفتر خان وويل چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې نارينه او ښځې بشپړه ونډه واخلي او د خپل ملي احساس له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.
 د غونډې بل ويناوال مولوي جار الله وويل چې رايه د هر انسان د ضمير غږ دی او خپل ضمير له امتيازاتو پرته د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه وکاروئ.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو دورو کې د شينوارو ولسونه په هره برخه کې له پرمختګ نه بې برخې پاتې شوي، خو تمه لري چې د ډاکټر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته به د دوی په ژوند کې ژور بدلون رامنځته شي.
د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې د خپلې وينا پر مهال وويل چې د دوربابا او شينوارو ولسونو تل له خپل دولت سره د امنيت په ساتنه او د قانون په پلي کولو کې مرسته کړې او دغه ځل به خپلې مېرمنې هم په ډېره مېړانه د رايو کارونې ته راوباسي.
په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مشر نصرت الله ارسلا د غونډې ګډونوالو ته وويل چې اشرف غني تر هر څه لومړی په هېواد کې سولې راوستو ته ژمن دی او د دې ترڅنګ غواړي چې د ارګ او ممبر، ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن له منځه يوسي.
دغه راز په کونړ ولايت کې هم خلکو د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په کونړ کې قومي مشر او جهادي قوماندان حاجي جانداد خان چې په تېرو ټاکنو کې يې له زلمي رسول ملاتړ اعلان کړى و، دغه ځل يې د ډاکټر اشرف غني نه ملاتړ اعلان کړ.
هغه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې چې په کې سلګونو پلويانو يې برخه اخيستې وه، ډاډ ورکړ چې د ده اوسني او د جهاد د وخت ټول پلويان خپلې رايې به دډاکټرغـني په ګټه کاروي .
د ډاکټر اشرف غني د کمپاين يوه غړي صديق پتمن بيا د ډاکټر اشرف غني له پلانونو او کړنلاره خلکو ته معلومات ورکړل او ياده يې کړه چې د بدلون او دوام ټيم د کونړ د خلکو او د کونړ د پرمختګ لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.
د يوه بل خبر له مخې، د کونړ ولايت د مخور او قومي مشر ملک زرين کورنۍ هم له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه راز په دغه ولايت کې يو شمېر جهادي قوماندانان مطيع الله خان، جهادي مشرحاجي روح الله، قوماندان حاجي خانجان د پېچ درې، سرکاڼو، مرورې، څوکۍ، وټه پور، شيګل ولسواليو او د مرکز اسعداباد يو شمېر قومي مشرانو، ديني علما کرامو او ځوانانو د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
حاجي روح الله وويل چې ډاکټر عبدالله مجاهد شخص دى او ټول مجاهدين له هغه څخه ملاتړ کوي.
نومــوړي زياته کړه: ((ولس غواړي چې يو مجاهد ولسمشر ولري، تر څو د مجاهدينو او شهيدانو د کورنيو د درد دوا شي.))
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې کمپاينرانو د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل او د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد بيا د ډاکټر عبدالله پر کړنلارې او پروګرامونو رڼا واچوله او د ملت په ګټه يې وباله.
بلخوا په فارياب ولايت کې سلګونو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه چې په ميمنې ښار کې جوړه شوې وه، په کې شاوخوا دوه زره کسانو برخه اخيستې وه.
د غونډې ويناوالو د ډاکټر اشرف غني ټيم ملي وباله او زياته يې کړه، چې په دغه ټيم کې ټولو قومونو او په ځانګړې توګه د ترکبار او تاجک قومونو مشران جنرال دوستم او احمدضياء مسعود هم شامل دي.
د دغه ولايت د عالمانو شورا په استازيتوب ملا ګل احمد غونډې ته وويل چې د بريا په صورت کې به ډاکټر اشرف غني ديني مدرسو ته زياته پاملرنه کوي چې له هغه وروسته به خلک پاکستان ته د زده کړو لپاره نه ځي.
په لندن کې د مېشتو افغانانو په استازيتوب حاجي محمدنسيم خبرې وکړې او ويې ويل چې اشرف غني عالم دى او کولى شي چې هېواد له اقتصادي بحران څخه را وباسي.
د لومړي پړاو په ټاکنو کې چې د وري په ١٦مه ترسره شوه، هېڅ يو کانديد ٥٠ جمع يوه سلنه رايې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.
ټاکل شوې د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.