Add new comment

Qayyum joins forces with Ghani

 
کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣):د ولسمشر کرزي ورور عبدالقيوم کرزي او د کابل په ختيځ کې شعيه مذهبو خلکو د ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام له ټيم څخه ملاتړ وکړ.
قيوم کرزى هم د ټاکنو په لومړي پړاو کې ولسمشرۍ ته کانديد و خو وروسته له خپلې کانديدۍ تېر شو او د زلمي رسول په ګټه تېر شو.
زلمى رسول چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ١١ سلنه رايې درلودې، دويم پړاو ته يې لار ونه مونده او د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
ټاکل شوې چې د ټاکنو دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه د مخکښو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ترسره شي.
قيوم کرزي نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې له اشرف غني څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وويل، چې د ولسمشرۍ دواړه مخکښ نوماندان د درناوي وړ شخصيتونه دي.
نوموړي وويل، چې له فکر کولو او زياتو مشورو وروسته يې تصميم ونيو، چې د بدلون او دوام ټيم پروګرامونو ته په پام سره له دغه ټيم ملاتړ وکړي.
هغه د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنيزو مباروز په بهير کې د يو او بل پر وړاندې سپک الفاظ ونه کاروي، ځکه چې د يوه افغان بې عزتي د ټولو افغانانو بې عزتي ده.
قيوم کرزي د ډاکټرعبدالله د ټاکنيز ټيم پر کاروان د جمعې ورځې بريد وغانده او ويې ويل، چې دغه بريد د افغانستان دښمنانو کړى دى.
د يادونې ده، چې د ولسمشر کرزي بل ورور محمود کرزي د ټاکنو په دويم پړاو کې له ډاکټرعبدالله څخه ملاتړ کړى دى.
ډاکټر اشرف غني احمدزي له قيوم کرزي او د کندهار د کاکړو له قوم څخه د مننې تر څنګ وويل: ((کله چې دوه معنوي وروڼه سره يو ځاى شي، په افغانستان کې بدلون راځي.))
هغه وويل، چې قيوم کرزى د ده له نږدې دوستانو څخه دى او په ډېرو مواردو کې له ده سره هم نظره دى.
ډاکټر اشرف غني احمدزي هم يو ځل بيا د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پر کاروان شوى بريد وغانده او خوښي يې څرګنده کړه، چې ډاکټر عبدالله او د هغه د ټيم مشران روغ رمټ دي.
هغه د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او وزياته يې کړه: ((د امنيتي بنسټونو د بې پرې توب په برخه کې د ولسمشر کرزي فرمان د دولت کړنلاره او د ملت غوښتنې جوړوي، زه ورڅخه تقاضا کوم، چې د دغه فرمان په اجرا کې دويم ځلې لارښوونه وکړي.))
همدارنګه د کابل د لوېديځ اهل تشيع اوسېدونکو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي له نوماندۍ ملاتړ وکړ.
ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې غونډه کې وويل: ((علماى کرام به زموږ لارښودونکي وي، څو له اساسي قانون سره سم د جعفري او حنفي فقهې مساوات تامين شي.))
نوموړي د کابل د ختيځ اوسېدونکو ته په خبرو کې وويل: ((تاسې د سرو زرو له پاسه پراته ياست، خو په بېوزلۍ کې ژوند کوئ، ځمکه مو سره زر ده، څوک چې پروګرام نه لري په مس يې بدلوي، کوڅې مو له خټو ډکې دي، ماته يو کال وخت راکړئ، له تاسې سره په مشارکت به دا سيمه د ښار په غوره پلان شوو برخو بدله شي، زموږ لومړۍ ژمنه دا ده، چې ځمکه مو د بل هېچا لاس ته نه لوېږي.))
نوموړي هم په دې ناسته کې له فساد سره پر مبارزې د ټينګار تر څنګ زياته کړه: ((نه رشوت خورم او نه رشوت زغملى شم.))
د اشرف غني احمدزي دويم مرستيال سرور دانش يادې غونډې ته وويل، چې هزاره وو پخوا په محروميت کې ژوند کاوه، خو په اوسني نظام کې د افغانستان ټولو خلکو ته د پرمختګ زمينه مساعده شوې ده.
هغه زياته کړه: ((ژمنه کوم چې زموږ ټيم به، ډاکټر اشرف غني احمدزى، خپله زه او جنرال صاحب دوستم (د اشرف غني لومړى مرستيال) قانون پر خپل ځان يو ډول پلى کوو.))
له بل لوري، د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي نن ناوخته د ماخوستن په نهو بجو د کابل ښار په استقلال لېسه کې له يو شمېر ځوانانو سره د سوال او ځواب يوه ناسته لرله.
اشرف غني په دې ناسته کې له هغو افغان ځوانانو چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دي او د خپل هېواد ساتنه کوي، مننه وکړه او ويې ويل: افغان ځوانانو په رضا د خپلې خاورې ساتنه کوي.
 ده دغه راز نوموړي په نړيواله کچه د افغان فوټبالرانو او د کرکت لوبغاړو ستاينه هم وکړه او په خبره يې: "همدوى په نړۍ د افغانستان نوم ښه کړ."
نوموړي د تحول او تداوم ټيم د بريا په صورت کې د ځوانانو د راتلونکي په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او په هېواد کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې.
هغه ژمنه وکړه، چې حکومت به يې د روابطو پرځاى پر ضوابطو ولاړ وي او دغه راز به ځوانانو ته په خپل حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.
هغه د پوښتنې په ډول ځوانانو ته وويل، غواړئ چې دېرش ميليونه افغانان شتمن شي او که يواځې سل تنه ميلياردران ولرئ.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.