Add new comment

Runoff election campaign dull in Bamyan

 
باميان (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): د باميانو يو شمېر خلک او مدني فعالان په دغه ولايت کې د دويم پړاو ټاکنو ټاکنيزې منډې ترړې پيګه بولي او وايي، چې تر اوسه د دويم پړاو لپاره هېڅ کمپاين نه دى شوى او ځاى يې چوپتيا نيولى دى.
د ټاکنيزو مبارزو چارواکي وايي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې ټاکنيزې مبارزې تر ډېره د باميانو په مرکز کې د لويو محفلونو په توګه ترسره کېدې، خو په دويم پړاو کې يې تر ډېره سيمه ييزه بڼه خپله کړې او ټيمونه يې په کليو او لرو پرتو سيمو کې کمپاين کوي.
په باميانو کې د مدني ټولنې يوه فعال امېد رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې کمپاينونه ډېر ښه وو، ويناګانو، لويو او کوچنيو غونډو او د کانديدانو د پوسټرونو خپرولو د ټاکنيزو مبارزو برخې جوړولې.
هغه زياته کړه: ((په دغه پړاو کې ټاکنيز کمپاينونه ډېر ساړه ښکاري، نه د محفلونو خبر شته، نه تصويرونه او پوسټرونه زيات شوي او نه هم د ټاکنو په اړه خبرې کېږي، پر لامل يې نه پوهېږم، چې ولې کمپاينونه نه کېږي.))
د وري مياشتې د ١٦مې د ولسمشريزو ټاکنو د اعلان شوو وروستيو پايلو له مخې، هېڅ کانديد د بريا رايې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې ، چې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه نېټه د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله تر منځ دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.
د باميانو ښار يو هوټل لرونکى مرادعلي هم پر دې باور دى، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د ټاکنيزو مبارزو نښې نښانې نه ښکاري.
هغه وويل، چې په لومړي پړاو کې هره ورځ له ٣٠ تر ٥٠ کسانو پورې د کمپاين د دفترونو له خوا هوټل ته ورپېژندل کېدل، ډوډۍ او ځاى ورته چمتو کېده، خو په دويم پړاو کې حتى يو تن  هم له ټاکنيزو دفترونو نه دى ورمعرفي شوى.
ټاکنيزې مبارزې د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې او د ٢٠ ورځو لپاره به دوام ولري.
خو په باميانو کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټېم د اړيکو مسوول ستار اشنا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى کمپاين د لومړي پړاو په پرتله زيات شوى او د کمپاين په سيستم کې يې بدلون راوستلى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ ټيمونه تر ډېره کليو او بانډو ته ځي او خلک د تحول او تداوم له پروګرامونو خبروي؛ څو خلک وکولى شي د هېواد ابادولو لپاره پلان او پروګرام ته رايه ورکړي.))
اشنا زياته کړه، چې د خلکو د پوهې کچه اوچته ده، په سياست کې هم لوى لاس لري او بايد خلکو ته پوهاوى ورکړل شي، چې د افغانستان لپاره د کانديدانو پلان، طرحه، پروګرام او مديريت دا دى، څو خلک د خپلې رايې حق په شعوري ډول وکاروي.
په باميانو کې د ډاکټر عبدالله پر مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټېم چارواکي هم وايي، چې ټاکنيز پروګرامونه لري او د کمپاينونو ډېره برخه يې د باميانو ولايت ولسواليو ته پراخه شوې ده، خو دا په دې معنا نه ده، چې دوى کمپاين نه کوي.
د يادونې ده، چې امنيتي چارواکي د دويم پړاو ټاکنو د امنيت په اړه ډاډ ورکوي او وايي، چې په باميانو ولايت کې يواځې يو ټاکنيز مرکز، چې په کهمرد ولسوالۍ کې موقعيت لري، تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې و، خو امنيت د وسله والو د يوې ډلې په يو ځاى کېدو سره خوندي او په دويم پړاو ټاکنو کې به هېڅ ډول لوى امنيتي ګواښ نه وي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.