Add new comment

Ahmadzai garners more support

 
هرات، ترينکوټ، جلال اباد ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : په هرات، ننګرهار او اروزګان ولايتونو کې د ولسمشرۍ  د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني پرون هرات ولايت ته تللى و او يوې لويې غونډې ته يې وينا وکړه.
له هغه سره په دې سفر کې يو شمېر نور مهم غړي او د کمپاين مسوولينو هم ملتيا کوله.
ډاکټر اشرف غني يادې غونډې په خپله وينا کې کاري پلانونه تشريح کړل او په ډاګه کړه يې کړه، چې د برياليتوب په صورت کې به د هېواد اقتصاد پياوړى او افغانستان به په يوه صادراتي هېواد بدل کړي.
نوموړي دغه راز خلکو ته ژمنه ورکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به د هرات له منځه تللې او يا زيانمن شوې تاريخي آبدې بېرته را ژوندۍ کړي.
د ډاکټر اشرف غني د کمپاين له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې هغه په هرات کې د مدني ټولنو او د ښځو له استازو سره په يوه ازاد بحث هم ګډون وکړ.
دغه راز نوموړي د ځوانانو او د پوهنتون له محصلينو سره جلا غونډه جوړه او هغوى ته يې خپله برنامه تشريح کړه.
سرچينه کاږي ، چې د سيد حسين انوري په مشرۍ سلګونو اهل تشيع هېوادوالو هم له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ديوه بل خبر له مخې، پرون د اروزګان په  مرکز ترينکوټ ښار کې د مرکز او ولسواليو سلګونو اوسېدونکو له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به دويم پړاو کې هم ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړي.
د حاجي رحيم الله پوپل په نامه يوه قومي مشر غونډې ته وويل ، چې د ډاکټر اشرف غني له برياليتوب سره په هېواد کې ناخوالې ختمېږي.
دغه راز نورو قومي مشرانو او ديني عالمانو هم له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه يې د ولسمشرۍ لپاره وړ کانديد وباله.
د يوه بل خبر له مخې، پرون مازيګر د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د بدلون او دوام تر سرليک لاندې يوه ازاده مشاعره ، چې سلګونو ځوانانو، ليکوالو او فرهنګيانو په کې برخه اخيستې وه  ترسره شوه.
د مشاعرې تنظيموونکي او د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار پوهندوي لعل پاچا ازمون پژواک اژانس ته وويل ، چې له مشاعرې څخه يې موخه د خلکو هنري تنده خړوبول او د شعر په ژبه پر ولسونو غږ کول دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.
ده زياته کړه ، چې په هيڅ شاعر کوم قيد نه و ايښودل شوى او هر شاعر د خپل زړه غږ د شعر په جامه ولس ته وړاندې کړ.
ازمون زياته کړه: (( په مشاعره کې د شعرونو ډېره برخه د بدلون او دوام ټيم ته د ملاتړ په موخه پر ولس غږ و.))
دى وايي ، چې د انسان په خټه کې موسقيت او شعريت نغښتل شوى او انسان په فطري لحاظ شعر خوښوي او هم پرې اغېز کوي، نو له همدې امله يې مشاعره جوړه کړې، تر څو خپل پيغام د شعر په جامه ولس ته وړاندې کړي.
د مشاعرې يوه ګډونوال قاري بسم الله پژواک اژانس ته وويل، چې له مشاعرې يې خوند واخيسته او دى به  په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.
ده زياته کړه: (( ما د شاعرانو په شعرونو کې د ننګ خبره واورېده او نور به د يو ننګ له مخې په ټاکنو کې ګډون کوم.))
ده پر نورو ولسونو هم غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ډاکتر اشرف غني ته خپله رايه ورکړي او دى دې د واک تر ګدۍ ورسوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.