Add new comment

تخار کې د ولايتي شورا د رايو د بيا شمېرلو غوښتنه وشوه

 
تالقان (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د تخار د ولايتي شورا په لسګونو هغه نوماندان چې د پايلو په لومړي لېست کې نه دي راغلي، لومړنۍ پايلې نه مني او د ټولو رايو د بيا شمېرلو غوښتنه کوي.
ولايتي شورا ته يو نوماند حاجي محمد حسين حسيني چې په لومړي لېست کې يې نوم نه دی راغلی، د ټاکنو کمسېون په درغلـۍ تورنوي او زياتوي، که رايې سمې وشمېرل شي، په لومړني لېست کې به ډېر بدلون راشي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د څارونکو د راپورونو له مخې يې پلويانو ۵ زره رايې ورکړې وې؛ خو په وينايې چې د ټاکنو کمېسيون په لېست کې يې ٢٧١٠رايې ثبت شوې دي.
دى وايي: ((په هغو سيمو کې چې ما څارونکي نه لرل، زما رايې نورو ځان ته کړې دي. اوس چې مو څو صندوقونه له سره وشمېرل، په هغو سيمو کې چې د ټاکنو کمېسيون د لېست له مخې- زه په کې يوه رايه نه لرم، لس-شل او تر سلو پورې رايې راوتلې دي.))
له بل پلوه بيا د شيما سروش په نوم يوه نومانده وايي چې د ټاکنو کمېسيون له هغو نوماندانو چې رايې يې نه لرلې پيسې اخيستې او په لېست کې يې نومونه ليکل شوي دي.
د هغې په وينا، يو شمېر کسان د پيسو، ځيني يې د زور او يو شمېر نور بيا د سياسي اړيکو له مخې په لومړني لېست کې شامل شوي دي.
سروش دا د خلکو د رايو په برخه کې جفا بولي او زياتوي دا د هغو کسانو لپاره چې رايه يې ورته ورکړې د منلو وړ نه دي.
هغه زياته کړه: ((په لومړني لېست کې شامل شوي پنځه کسان منو چې په حقيقي رايو راغلي او پاتې ټول کسان د واسطو، پيسو او د معاملو له مخې بريالي شوي دي.))
دا وايي چې اعلان شوې پايلې نه مني او رايې دې له سره وشمېرل شي.
دغه معترض نوماندان وايي که رايې له سره وشمېرل شي، لس کسان چې په تقلبي رايو راغلي، له لېست څخه لرې کېږي او هغه کسان چې په رښتيا توګه يې رايې ګټلې دي ولايتي شورا ته لار مومي.
په همدې مهال بيا د تخار د ټاکنيزو شکايتونو د دفتر مشر حاجي امام قل وايي چې تر دې دمه د ټاکنو له کمېسيون سره نوماندانو ۳۱ مورده شکايتونه ثبت کړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره يې له پرونه د شلو محلونو د صندقونو رايې له سره د شمېرلو لړۍ پيل کړې ده.
ده زياته کړه: ((په شمېرل شوو محلونو کې څلوېښت-پنځوس صندقونه تقلبي وتلي، باطلې او سپينې رايې د يو شمېر نورو نوماندانو له رايو سره يو ځای يوه نوماندان ته ورکړل شوي.
نه پوهېږم چې دا د محل رييس کړی، د مرکز مدير کړی او يا که ناظمينو کړي؛ خو لومړی درجه مسوول د محل رييس دی.))
د نوموړي په وينا، دوی له سره د شمېرل شوو صندقونو پايلې مرکزي دفتر کابل ته استوي او د مرکزي دفتر د ځواب په تمه پاتې کېږي او د مرکز له لارښوونو سره سم به اقدام وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.