Add new comment

ځينو حرکتونو او قومي شوراګانو له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

 
کابل (پژواک ٨ غبرګولى٩٣): ځيني حرکتونو او قومي شوراګانو د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د وري د ١٦مې د ټاکنو له کانديدانو څخه د دوو مخکښو کانديدانو (اشرف غنى احمدزي او عبدالله عبدالله) ترمنځ ترسره شي.
د دويم پړاو د ټاکنيزو سياليو په ترڅ کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پيل شوي، نن د اشرف غني احمدزي په ملاتړ د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د ترکمنو د سراسري شورا په استازيتوب محمدايوب قايم، د زوري قوم په استازيتوب ګل محمد زوري، د افغانستان د مجاهد ولس د ملي يووالي اسلامي تحريک په استازيتوب امين الله امين، د زيانمن شوو د شورا په استازيتوب محمدالدين خان، د افغانستان د ملي يووالي ګوند په استازيتوب عبدالرحيم سالارزي، د ځوانانو د پيوستون نهضت په استازيتوب عبدالله رسولي، د نورزيو د قوم په استازيتوب مولوي حنفي او د خروټو د قوم په استازيتوب حاجي طاوس خبرې وکړې.
دغو کسانو ويل، چې له خپلو اړوندو کسانو سره تر ډېرو بحثونو وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې په دويم پړاو ټاکنو کې د ولسمشرۍ له نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړي.
د هغوى په وينا، له اشرف غني احمدزي ځکه ملاتړ کوي؛ چې د هېواد د ستونزو د لرې کولو لپاره ښه پلانونه لري.
 دوى له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې د لومړي پړاو په څېر په دويم پړاو ټاکنو کې هم پراخه ونډه واخلي.
په ياده غونډه کې انوارالحق احدي د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټېم په استازيتوب له يادو ټولو حرکتونو او شوراګانو مننه وکړه، چې د تحول او تداوم له ټېم څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
احدي وويل، چې شاوخوا دېرشو شوراګانو او جهادي او نورو ګوندونو تر دې دمه د تحول او تداوم له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړى دى.
د احدى په اند د هېواد د زعيم د ټاکلو لپاره بايد د پوهې، تجربې، امانتدارۍ، خدمت او د سياسي جرئت معيارونه په پام کې ونيول شي.
هغه زياته کړه: ((ډاکتراشرف غني احمدزى د يادو ټولو معيارونو خاوند دى او يواځېنى کس دى چې کولاى شي په افغانستان کې اصلاحات راولي.))
احدي وايي: ((څو کاله مخکې حکومت کول ډېر اسانه و؛ ځکه نړيواله ټولنه هم له موږ سره وه او خلکو هم همکاري کوله خو اوس حکومت کول ډېر سخت کار دى او ډاکتر صاحب غني کولاى شي د غه دروند بار پورته کړي.))
د احدي د معلوماتو له مخې، ډاکتر اشرف غني احمدزى په بېلابېلو برخو کې ٢٢٥ پاڼې برنامه لري، چې هم علمي او هم عملي ده.
هغه زياته کړه، چې د تحول او تداوم ټيم هيڅ مهال چا ته نه تسليمېږي خو د ډاکټر غني له برنامې سره سم په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د تحول او تداوم ټيم د وسله والو مخالفينو پر وړاندې "د لنډې مودې انعطاف منلو ته" چمتو دى.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
احدي هم له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.