مزارشريف (پژواک،٧غبرګولى٩٣): د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، چې پاکستان د ټاکنو د دويم پړاو د ګډوډولو په موخه پر افغان خاوره بريدونه کوي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان دغه څرګندونې نن په مزار ښار کې د شمال زون د سرحدي ځواکونو د قوماندان د بدلون او نوي قوماندان د معرفي کېدو په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د شمال زون د سرحدي قوماندان جنرال مموزي پر ځای د شمال زون د نظم عامې د درېيمې لوا قوماندان مل پاسوال محمد نعيم حيدري وټاکل شو.
په يادو مراسمو کې د شمال زون د ځينو لوړپوړو امنيتی او دولتي چارواکو تر څنګ د هېواد د سرحدونو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمد شفيق فضلي هم برخه اخيستې وه.
نوموړي يادې غونډې ته وويل، چې ځينې ګاونډي هېوادونه د ټاکنو د دويم پړاو د ګډوډېدو هڅې کوي.
هغه د بېلګې په توګه د افغانستان پر بېلا بېلو سيمو د پاکستان د بريدونو يادونه وکړه، چې د ټاکنو د دويم پړاو د ګډوډېدو په موخه يې تر سره کوي.
لوی پاسوال فضلي وويل، چې سرحدي ځواکونه هم د نورو افغان ځواکونو په څېر د ټاکنو د دويم پړاو د امنيت د ټينګښت لپاره په پوره توګه چمتوالی لري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی به هېڅ دښمن ته اجازه ورنکړي، چې د افغانانو ملي پروسې ته زيان واړوي.
هغه پر ډيورنډ پوله د افغان سرحدي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مسلې ته هم اشاره وکړه، چې هره شېبه سرحدي ځواکونه د يادې کرښې څار کوي.
فضلي د شمال زون د پخواني سرحدي قوماندان لوی پاسوال محمد زمان مموزي هڅې وستايلې او ترې مننه يې وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې لوی پاسوال مموزي په خپله تېره ۱۴ مياشتنۍ دوره کې د هېواد د شمالي سرحدونو په ښه توګه ساتنه وکړه، د سرحدي ځواکونو د تجهيز او کمېساريو د ودانيو په بيارغونه کې يې ګړندۍ چارې تر سره کړې دي.
د هغه په وينا، د شمال زون د نوي سرحدي قوماندان لپاره لا هم په دغه زون کې ځينې ستونزې شته، چې د حل لپاره يې بايد جدي ګامونه واخلي.
نوموړي د بېلګې په توګه په امو سيند کې د ازبکستان د کښتيو د تګ راتګ يادونه وکړه، چې له امله يې د افغانستان خوا د سيند د څپو د زور له امله تخريب کيږي.
د شمال زون پخواني سرحدي قوماندان محمد زمان مموزي وويل، چې په تېرو ۱۴ مياشتو کې يې د شمال زون د سرحدي ځواکونو د تجهيز برخې ته ډېر پام کړی و.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی د هڅو په پايله کې دم ګړۍ د شمال زون سرحدی پوليس ۹۵ سلنه تجهيز دی، چې د چارو په سمبالښت کې به له ستونزو سره مخ نه وي.
د شمال زون نوي سرحدي قوماندان مل پاسوال محمد نعيم حيدري وويل، چې د ټاکنو دويم پړاو د افغانانو لپاره ستره مسله ده او دوی هڅه کوي، چې له نورو افغان ځواکونو سره په دې برخه کې جدي ملتيا وکړي.