محمود راقي ( پژواک، ٧ غبرګولى ٩٣ ) : د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د ټاکنو د دويم پړاو د امنيت په موخه سل سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي د غبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سيمه ييز پوليس د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه سيمه ييز پوليس به د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو پر مهال د رايې اچونې د مرکزونو امنيت ساتي.
د نوموړي په وينا، دمګړۍ يې په ياده ولسوالۍ کې سل سيمه ييز پوليس فعال کړي ، ددې پوليسو د ګومارلو پر مهال څو ورځې جګړې هم وشوې، خو اوس وضعيت ارامه شوى دى.
صديقي وويل ، چې د سيمه ييزو پوليسو تر فعالېدو وروسته به ددې ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شي.
د کاپيسا د ټاکنو د کمېسيون مشر نور محمد حنيفي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په اله ساى ولسوالۍ کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول وسايل لري.
د هغه په وينا، چې که هلته امنيت ټينګ او د رايو مرکزونه پرانيستل شي، نو دوى به خپله پروسه پکې تطبيق کړي.
د يادونې ده، چې د روان کال د وري د ۱۶ مې نېټې د ټاکنو پر مهال په اله ساى ولسوالۍ کې د رايې اچونې ټول مرکزونه تړل شوي وو.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه، ترسره شي.