Add new comment

"پاکستان د ټاکنو ګډوډولو په موخه راکټي بريدونه کوي"

 
اسعداباد (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): دکونړ والي شجاع الملک جلاله وايي، چې پاکستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو په موخه د ډيورنډ پولې له پورې غاړې پر دغه ولايت بريدونه کوي.
والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي،چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ځايي چارواکو په وينا، سلګونه توغندي پر کونړ توغول شوي، چې له امله يې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
جلاله د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وروستي بريدونه د دويم پړاو ټاکنو ګډوډولو په موخه ترسره کېږي.
ټاکل شوې د ولسمشر د دوو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ د دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.
خو د کونړ والي ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه به د ولسونو په همکارۍ د دويم پړاو ټاکنې د امنيت په فضا کې او په شفافه توګه ترسره کړي.
نوموړي په پرله پسې توګه د ډيورنډ له پورې غاړې کېدونکي بريدونه د افغانستان پر خاورې تېرى ګڼي او زياتوي چې مرکزي حکومت دې له ديپلوماتيکو لارو دا ستونزه هواره کړي.
د کونړ والي زياتوي چې د دغو بريدونو له امله سلګونه کورنۍ کډې  شوې او پاتې نورې کورنۍ هم د کوچېدو په هڅه کې دي.
بلخوا د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې يو ځل بيا ٢٠٣ توغندي توغول شوي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
پرون په دې بريدونو کې يو تن وژل شوى و او ١٥ نور ژوبل وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.