Add new comment

Balkh gets 150 more polling sites

 

 
مزارشريف (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د رايې اچونې ۱۵۰ محلونه زيات شوي او ۱۳ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غبرګولي په ۵ مه د نهاد راډيو په نوښت د ټاکنو په دويم پړاو کې د عامو خلکو د ګډون په موخه غونډه جوړ شوې وه، چې د مزارشريف ښار د بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو تر څنګ په کې د ټاکنو کمېسيون مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان وويل، چې د غبرګولي په ۲۴مه د ټاکنو د دويم پړاو ترسره کېدو ته په پوره توګه چمتووالی لري.
نوموړي زياته کړه، چې بلخ ولايت ته هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د دويم پړاو اړوند د رايو پاڼې او ټول حساس او غير حساس ټاکنيز توکي رسېدلي دي.
د هغه په وينا، دوی په پوره توګه د ټاکنو په دويم پړاو کې د تقلب او سرغړونو د مخينوي په موخه جدي هڅې پيل کړې دي.
ارمان وويل، چې په همدې موخه د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بلخ د ټاکنو د کمېسيون هغه کارکوونکي، چې يو ډول نه يو ډول د ټاکنو د اصولو خلاف کړنې يې ترسره کړي، له دندو ګوښه کړای شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ۲۵۶ کارکوونکي په تور لېست کې شامل کړای شوي دي.
د هغه په وينا، د عامه پوهاوي په برخه کې ۱۱ کارکوونکي د سيمه ييزو ناظمينو په برخه کې ۵۰ کارکوونکي، د مرکزونو او محلونو د مسوولينو په برخه کې ۲۰۰ کارکوونکي د ټاکنو په کمېسيون کې له دندو ګوښه شوي دي.
ارمان وويل، چې دمګړۍ دوی د يادو کارکوونکو پر ځای د نوو کسانو د ګومارنې پر چارو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه، چې د عامه پوهاوي په برخه کې دوی په ټول ولايت کې د ټاکنو په اړه تبليغاتي چارې روانې کړې دي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د عامه پوهاوي ۲۸ ډلې چې په هره ولسوالۍ کې دوه دوه ټيمونه د عامه پوهاوي چارې پر مخ وړي، شته دي.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د ټاکنو ۱۵۰ محلونه زيات کړای شوي دي.
د هغه په وينا، د ټاکنو په لومړي پړاو کې د رايې پاڼو د کمښت له امله دوی مرکزي دفتر ته د ۲۵۰ مرکزونو د زياتوالي وړانديز کړی و، چې په هغو کې ۱۵۰ زيات شول.
ارمان وويل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به دوی په ټول ولايت کې د ټاکنو د رايې اچونې ۱۱۵۰ محلونه ولري.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو دويم پړاو لپاره د رايې اچونې د مرکزونو سيمې هم په نښه کړای شوې، چې د امنيتي مسوولينو له خوا ورته ديارلس مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ بلل شوي دي.
د هغه په وينا، امنيتي مسوولينو ژمنه ورکړې، چې د ټاکنو تر ورځې پورې به د يادو مرکزونو په شمېر کې هم کمښت راولي.
ارمان وويل، په بلخ ولايت کې ۴۷۰زره کسانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې برخه اخيستې وه، چې په دويم پړاو کې هم د همدومره خلکو د ګډون په تمه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشر د انتخاب په برخه کې له لومړي پړاوه دويم خورا ارزښتناک دی او دوی هيله وکړه، چې دغه ځل ډېر خلک برخه واخلي.
د نهاد راډيو مسوول نجيب پيکان پژواک ته وويل، خلک د اسې فکر کوي چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به د دوی رايې د لومړي دور په څېر اهميت ونه لري، همدا ده چې دغه ځل په ټاکنو کې برخې اخيستو ته زړه نا زړه دي.
نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه د دوی له خوا د بلخ ولايت د ښاري سيمو د بېلابېلو طبقو اوسېدونکي راغونډ کړای شول، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د دوی د رايو ارزښت ورته په ډاګه کړای شي.
د هغه په وينا، په دويم پړاو ټاکنو کې بايد نه خلک، نه د ټاکنو کمېسيونونه او نه هم ناظرين بې پروا وي.
نوموړي زياته کړه، چې ورته بې پروايي د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي، نو هڅه کېږي، چې دغه ډول بې پروايي له منځه لاړه شي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي دين محمد ساپي پژواک ته وويل، چې په لومړي پړاو کې يې له ټولې کورنۍ سره يوځای رايه کارولې او په دويم پړاو کې هم د رايو کارولو لپاره چمتو دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيونونه بايد د تقلب کوونکو مخه ونيسي او که چېرې په دې برخه کې پاتې راشي، نو د افغان ملت پر وړاندې به ملامت وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.