وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 19 min 17 sec ago

جنرال مکنزی: افغانستان سره د امریکا ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده

2020-07-14
By احمدشاه عرفانیار on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قوماندان سره ليدنې پر مهال وويل سوله د افغانستان د خلکو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. له  ارګ د چنګاښ په ۲۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين د... read more

ملي امنیت: ډیر ژر به د سمنګان د برید غچ واخیستل شي

2020-07-14
By د پژواک خبر on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د ملي امنیت لوی ریاست وایی چې خپل ټول ځواکونه یې د تیارسي په حالت کې راوستي او ډیر ژر به د سمنګان د برید غچ واخیستل  شي. پرون وسله والو طالبانو د یوه مزدا موټر په وسیله چې له چاودیدونکو توکو یې ډک کړی، د سمنګان ولایت به مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست مخې ته... read more

دننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ شو

2020-07-14
By یوسف ظریفی on 14 July 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : دننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو . د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د چنګاښ په ۹۹مه، ددې روغتون د پرانستلو پرمهال پژواک اژانس ته وویل، یاد روغتیایي مرکز د جرمني... read more

طالبان: امریکا د قطر دتړون له ځینو مواردو څخه سرغړونې کړې دي

2020-07-14
By جاويد هميم کاکړ on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹ ) : طالبانو امریکا په ځینو مواردو کې د قطر له تړون څخه په سرغړونې تورن کړی او ویلي یې دي چې دوی دژمنو سره سم پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې ختمولو تړون لاسلیک شو. ددې... read more

انصاري : د ننګرهار هوایي ډګر د ګمبیري دښتې په ۲ سلنه ځمکه کې جوړیږي

2020-07-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 July 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) :د ملکي هوایي چلند ادار وایي، ختیځ کې د ګمبیري ټوله دښته نږ‎دې ۳۰ زره هکتاره ده ، خو هوایي ډګر یواځې په ۶۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړیږی چې د ټول ډاګ دوه سلنه تشکیلوي. د ننګرهار د ملکي هوایي ډګرجوړولو د لومړي فاز د بنسټ ډبره د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۰مه، د کوز کونړ... read more

​تورخم ګمرک کې د چارو د روڼوالي په موخه ډيجيټلي تله ولګول شوه

2020-07-14
By یوسف ظریفی on 14 July 2020 جلال اباد (پژواک ۲۴ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار تورخم ګمرک مدیریت کې د چارو د شفافيت په موخه ډیجیټلي تله جوړه او فعالیت يې پیل کړ. مسوولين هيله من دي چې د دې تلې په لګېدو سره به د ګمرک عوايد لوړ او د فساد مخه به ونیول شي. په همدې موخه د چنګاښ په ۲۴مه تورخم ښارګوټي کې د پرانيستې مراسم نیول شوي وو چې... read more

" د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د فارغینو اسناد ځنډوي"

2020-07-14
By یوسف ظریفی on 14 July 2020 جلال اباد (پژواک ۲۴ چنګاښ ۹۹): د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديه وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له دوی سره د قانون خلاف چلند کوي او د محصلينو د فراغت اسناد يې ځنډوي. دغه اداره وايي، سره له دې چې د اساسي قانون په لسمه ماده کې له خصوصي سکټور سره د مرستې او ملاتړ حکم شوی خو لوړو زده... read more

لاريون کوونکي: د ملي اردو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-07-14
By سيف الله مفتون on 14 July 2020 غزني ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): په غزني کې لاريون کوونکي ادعا کوي چې د ملي اردو په ډزو کې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او له همدې امله يې د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه. د لاريون کوونکو له ډلې څخه شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د غزني ښار... read more

د کابل د سروبي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-07-14
By احمد صهیب حسرت on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ٩٩): د کابل د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور کسان ټپیان  شوي دي. د سروبي ولسوال ګوهرالرحمن بابري د چنګاښ په۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د جګدلک سيمې په انارګي کلي... read more

سرې میاشتې د کرونا له پیله تر اوسه له څه باندې یونیم میلیون کسانو سره مرسته کړې ده

2020-07-14
By عصمت خاورین on 14 July 2020   کابل(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹): د سرې مياشتې ټولنه وايي، د کرونا او ګرځبنديز له پيله تر اوسه یې له یو میلیون او څه باندې ۶۴۴زره  اړمنو کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي. د يادې ټولنې منشي ډاکتر نيلاب مبارز د چنګاښ په ۲۴مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خبريالانوته وويل چې دوی دا... read more

په کندهار کې یو امریکایي سرتېری مړ شوی

2020-07-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹): د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې یې یو سرتېری په غیر نظامي پېښه کې مړ شوی دی. ددغه وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۲۴ کلن سرتېری د یکشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې مړ شوی دی. سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي... read more

​کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړې حبیبه دانش زوی څارنوالۍ ته معرفي کړی

2020-07-14
By احمد صهیب حسرت on 14 July 2020 کابل (پژواک، ٢۴ چنګاښ ٩٩): د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د یوې غړې حبیبه دانش زوی زبیر چې مشهور په (عقاب تخار) دی نیولی دی. په دې وروستیو کې د زبیر مشهور په (عقاب تخار) له خوا د کابل ښار په ځینو سیمو کې د غیر قانوني وسلو ګرځولو او ډزو له امله خلکو شکایتونه کړي وو. دغه راز په ټولنيزو... read more

د کندوز اوسېدونکي: د ښاروالۍ له خدمتونو خوښ نه يو

2020-07-14
By اجمل کاکر on 14 July 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): د کندوز اوسېدونکي، ولايتي شورا او د مدني ټولنو ځينې غړي په دغه ولايت کې د ښاروالۍ پر خدمتونو نيوکه کوي او وايي چې د ښار پاکوالي ته اړينه پاملرنه نه کوي. د اړوندې موضوع په اړه د چنګاښ په ٢٤مه د کندوز ښار اوسېدونکي نظر محمد پژواک ته وويل چې هرکال د صفايي په نوم... read more

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٥ کسان پر کرونا اخته او ٢٤ نور مړه شوي

2020-07-14
By عزيزالله همدرد on 14 July 2020 کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٤٧٤٠ ته لوړه شوه. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ٢٤ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.... read more

څېړنه: افغان- جاپان روغتون ته د ۱۵ افغانیو په ارزښت تشناب کاغذ پر ۱۱۵ افغانۍ پېرل شوی

2020-07-14
By عزيزالله همدرد on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې د عامې روغتیا وزارت افغان- جاپان روغتون ته د ۲۶ قلمه درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو په پېرلو کې تر اته ميلیونه ډېرې افغانۍ غلا کړې ده. دغه راز د شته اسنادو پر اساس، یو سیروم چې بیه یې ۶۵ افغانۍ ده له ۴۶۰ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوی چې د... read more

​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل

2020-07-14
By کامران احمدزی on 14 July 2020 مهترلام (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): په لغمان ولایت کې د شنو خونو دودېدو نه یواځې د ځایي کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړی کړی، بلکې د کابل په ګډون د ګڼ شمېر ولایتونو د سبزیجاتو اړتیاوې یې هم پوره کړې دي. د لغمان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي، اوس په دغه ولایت کې د... read more

خلیلزاد سمنګان کې د طالبانو موټربم برید د ژمنو خلاف عمل بللی

2020-07-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پرونی موټر بم برید غندلی او دا یې د یادې ډلې د ژمنو خلاف عمل بللی دی. پرون د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخې ته د وسله والو طالبانو په موټر بم او... read more

حکومت: پر لوړ پوړو دولتي چارواکو دفساد تورونه څېړل کیږي

2020-07-14
By نصیر احمد صدیقی on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د قانون حاکمیت عالي شورا د بازرس عالي ادارې ته دنده وسپارله چې پر لوړپوړو دولتي مامورینو د فساد هر تور وارزوي او که چېرې تور ثابت شي باید د مجازاتو اصل په پام کې ونیول شي. له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قانون حاکمیت او حکومتولۍ... read more

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳ میلیونو ته ورسېد

2020-07-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 July 2020 کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۳ میلیونوته رسېدلې چې ۲۵ سلنه یې یواځې په امریکا کې دي. د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى. په لومړيو مياشتو... read more

بهرنیو چارو وزارت:لویې څارنوالي ته امریکا کې د سفارت د دېوال د بیارغونې په اړه اسناد سپاري

2020-07-13
By عبدالرقیب سایل on 13 July 2020 کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹):د بهرنیو چارو وزارت او امریکا کې افغان سفارتد پژواک هغه راپور ناسم بولي چې د یاد سفارت۷۰ متره اوږد دېوالپه څه باندې ۱.۸ میلیون ډالره جوړ شوی، خو د پژواک مشر وایي چې راپور د اسنادو پر مټ جوړ شوی دی. پژواک خبري اژنس د چنګاښ په ۲۱مه راپور ورکړ چې امریکا کې د افغانستان... read more

Pages