کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د نفوسو د احوال د ثبت اداره په داسې حال کې په وروستیو شپږو میاشتو کې د یوه کمپاین له لارې د شاوخوا پنځه ميلیونه کاغذي تذکرو د وېش خبر ورکوي چې ځينې مسوولین په دغه بهیر کې د فساد او درغلۍ د شتون ادعا کوي.
د کاغذي تذکرو د وېش کمپاین په ټاکنو کې د افغانانو د ګډون په خاطر د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر لومړۍ پیل او د روان کال د چنګاښ تر میاشتې یې دوام درلود.
د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رییس همایون محتاط، نن په کابل کې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د څارونکو بنسټونو ګډې خبري ناستې ته وویل، د دې بهیر له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې د ۱۰۷۸ ګرځنده ټيمونو له خوا د تذکرو د وېش له ۴ زره په ډېرو مرکزونو کې شاوخوا ۵ ميلیونه تذکرې وېشل شوې دي.
هغه د هېواد په ځینو ولسوالیو کې شته امنیتي ګواښونو ته په اشارې وویل: ((په ۳۰ ولسوالیو کې زموږ کارکوونکو فعالیت نه درلود او خلکو په ګاونډیو ولسوالیو کې تذکرې ترلاسه کولې.))
نوموړي د یادې ادارې د ټولو کتابونو ډېټابېس او الکترونیکي کولو ته په اشارې وویل: ((له نېکه مرغه مو تر اوسه د دې ادارې ۲۵ زره ارزښتناکه کتابونه ډېټابېس ته زیات کړي چې په ټولیزه توګه د ١٦،٨ ميلیون هېوادوالو معلومات په کې ځای پر ځای شوي دي.))
هغه روښانه کړه چې د هغو شاوخوا پنځه ميلیونه کسانو معلومات یې هم ډېټابېس ته زیات کړي چې په تازه یې تذکرې ترلاسه کړې.
محتاط د تذکرو د وېش د کمپاین په بهیر کې د سرغړونو خبر ورکوي او وايي، د یادې ادارې هغو داخلي څېړونکو چې ولایتونو ته د څېړنې لپاره لېږل شوي وو، د دې ادارې هغه کارکوونکي چې په سرغړونو کې ښکېل وو، تر پېژندو وروسته د قانون منګولو ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په لویه څارنوالۍ کې د سرغړونو ۴۲ پېښې تر څېړنې لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردل وویل، تر اوسه یې د ۱۴۳۰ جعلي تذکرو د وېش په تور په کابل، کندهار او خوست کې ۱۳ شکمن کسان نیولي دي.
هغه دې ته په اشارې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د ملي پروسو د خرابېدو هڅه کړې، خو خپلو شومو موخو ته نه دي رسېدلي، زیاته کړه: ((زه د ملي پولیسو په استازیتوب د ټولو ملي پروسو د ساتنې ژمنه کوم، تر څو خلک د دښمن له کوم ډار او وېرې پرته خپل رښتیني استازي وټاکي.))
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد د وېشل شوو تذکرو په وېش کې د درغلۍ په تړاو په اندېښنې ښودلو سره زیاته کړه: ((زه د کمېسیون له خوا په تذکرو د سټېکر وهلو پروسې د شفافیت په اړه ډاډ درکوم، خو خلک د تذکرو د وېش په بهیر کې د درغلیو په اړه اندېښمن دي.))
هغه دې ته په اشارې چې د هېوادوالو اندېښنې په ځانګړې توګه د کاغذي تذکرو د وېش په اړه باید له پامه ونه غورځول شي، وویل، د جعلي تذکرو د وېش امکان ډېر دی.
نوموړي وویل: ((موږ ډېټابېس ته د رايې ورکوونکو د معلوماتو د زیاتېدو لپاره سلګونه کارکوونکي جذب کړي، تر څو د امکان تر کچې هغه کسان وپېژنو چې جعلي تذکرې ولري یا یې څو ځله نوم لیکنه کړې ده.))
خو د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رییس د صیاد د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د پروسې د شفافیت لپاره یې په رسمي ډول له ولسمشر غوښتي چې د متخصصانو او څارونکو دویم ګډ پلاوی دې جوړ شي او د تذکرو د وېش د بهیر ستونزې دې مشخصې کړي ترڅو خلک د پروسې له شفافیت نه ډاډمن شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس د سیاسي ګوندونو او حرکتونو پرونیو لاریونونو ته په اشارې وویل: ((که د دفترونو د تړلو کلتور دوام ولري، کمېسیون به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي او له سیاستوالو، کاندیدانو او هېوادوالو غواړو چې ملي پروسه ناکامه نه کړي.))
د سیمه ییزې ادارې خپلواکې ادارې مرستیال روح الله نیازی وویل: ((په هر ولایت کې چې د کاغذي تذکرو د وېش په برخه کې ستونزه رامنځته کېدله، موږ د والیانو او ولسوالانو له لارې ژر تر ژره ورته رسيدګي کوله.))
د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست مرستیال برید جنرال عزیز محمد هم وویل: ((زموږ ټول ځواکونه له دې دواړو ملي پروسو ملاتړ کوي او له دې وروسته هم د دواړو پروسو د عملي کېدو لپاره ملاتړ ته تیار دي.))
هغه زیاته کړه، د ټاکنو د ترسره کېدو ته د زمینې برابرولو په موخه د وسله والو مخالفینو پر ضد هره ورځ ۱۴ عملیات ترسره کوي، تر څو هېوادوال وتوانېږي چې په ډاډه زړه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) رییس یوسف رشید د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د کارونو هرکلی وکړ او ویې ویل: ((که په ټاکنو کې له ټکنالوژي څخه استفاده شوې وای، نو د ټاکنو کمېسیون به ورته ستونزې نه درلودې.))
نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې تر منځ په نه همغږۍ نیوکه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې په ګډه کار وکړي او د جعلي تذکرو د وېش مخنیوی وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.