کابل(پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): ولسي جرګې د ١٣٩٥ کال د بوديجې طرحه په ځينو بدلونونو سره او په کې د نږدې ١٢ ميليارده افغانيو له زياتېدو وروسته د رايو په اکثريت تاييد کړه.
مشرانو جرګې دا طرحه له تاييد وروسته د ليندۍ په ٤مه ولسي جرګې ته له پيشنهاد شوو نظرونو سره وړاندې کړه، خو د ولسي جرګې لخوا د ليندۍ په ٣٠ مه نېټه رد شوه.
ولسي جرګې ويلي وو چې په دې طرحه کې اکثره شاملې پروژې د مخکنيو کلونو دي او په بوديجه کې د ولايتونو ترمنځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى. د مشرانو جرګې ځينو غړو هم ورته نظر درلود.
د ماليې وزارت د بوديجې له رد وروسته چې ويل يې دا طرحه امکاناتو ته په پام سره ترتيب شوې او افغانستان شموله ده، ويلي يې وو چې د ولسي جرګې غوښتنې به د بوديجې په طرحه کې په پام کې ونيسي.
د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کمېسيون مشر اميرخان يار، د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د ماليې وزارت لخوا په نوې را استول شوې طرحه کې په عادي بوديجه کې يو عشاريه اته ميليارده او په اختياري پراختيايي بوديجه کې لس ميليارده افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
د هغه په خبره، زياتې شوې پيسې د پوهنې، کليوالي سړکونو د جوړونې، څښاک اوبو په چمتو کولو او استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې لګول کېږي.
نوموړي وويل چې اوسمهال عادي بوديجه ٢٧٦.١ ميليارد افغانۍ او پراختيايي بوديجه ١٦٨.٦ ميليارد افغانيو ته رسېږي.
په پاى کې د جرګې په نننۍ ناسته کې له ١٤٦ حاضرو وکيلانو څخه ١٤٠ کسانو د بوديجې طرحې ته د تاييد رايه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې له ١٣٩٠ مالي کال څخه شاوخوا يوه مياشت تېرېږي.
Add new comment