مشرانوجرگه بر مشخص شدن زمان انتخابات ولسى جرگه تاکيد کرد

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤ ): د مشرانو جرګې غړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر معلومولو د ټينګار ترڅنګ وايي، ولسمشر غني دې له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ اصلي څېره د اسيا زړه غونډې ته ور وپېژني.
د اسيا زړه کنفرانس (د استانبول بهير)
د استانبول پروسه د افغانستان په نوښت او د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې رامنځ ته شوه، چې د اسيا زړه لومړى کنفرانس د افغانستان او ترکيې په مشرۍ استانبول کې جوړ شو.
د دې پروسې څلورمه غونډه تېر کال په چين هېواد کې ترسره شوه او ټاکل شوې، چې د اسيا زړه استانبول بهير پنځم کنفرانس د ليندۍ ١٨مه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون جوړ شي.
ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي، همداراز ټاکل شوې چې دا غونډه د ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير پر مشرۍ جوړه شي.
د ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو له پيکه کېدو څخه وروسته، ولسمشر غني له پاکستان سره اړيکې پرې کړې او له لومړي وزير نوازشريف سره يې له ملاقات څخه ډډه وکړه.
خو راپورونه رسوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان سياستوال کابل ته راغلل او ولسمشر ته يې قناعت ورکړ، څو له لومړي وزير نوازشريف سره په پاريس کې ملاقات وکړي او د اسيا زړه کنفرانس کې چې سبا په اسلام اباد کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ اسلام اباد ته د ولسمشر سفر په اړه وويل: "ولسمشر غني بايد د افغان ولس غوښتنې او ملي ګټې په زيرکتيا او مېړانه د نړيوالو او د اسيا زړه ګډونوالو غوږونو ته ور ورسوي او له لنډمهالو لوبو ډډه وکړي."
د دې جرګې بل غړي زلمي زابلي وويل: "ولسمشر بايد له دې طلايي موکې څخه ګټه پورته کړي او د اسيا زړه ګډونوالو ته دې د پاکستان څېره ښکاره کړي."
د جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي زياته کړه: "د افغانستان بې ثباتي به د سيمې او نړۍ بې ثباتي لامل شي، ولسمشر دې په غوڅه توګه د پاکستان له تروريزم څخه د ملاتړ اصلي څېره افشا کړي."
هغه وويل چې افغان دولت پوره اسناد او شواهد لري او هغه بايد د اسيا زړه کنفرانس ته وړاندې کړي او دا ځل بايد د پاکستان پر درواغجنو ژمنو باور و نه کړي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار وويل چې ولسمشر دې له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د ياد هېواد د لاسوهنو په اړه حقايق رسوا کړي او کره ګامونه دې واخلي، څو افغانستان بيا د پاکستان د کرغېړنو موخو ښکار نه شي.
د نوموړي په وينا، پاکستان د نړيوالو فشارونو او په افغانستان کې د طالبانو مورال کمزورتيا له امله، دې ته چمتو شوى، څو د سولې خبرې اترې پرمخ يوسي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، اسلام اباد ته د ولسمشر له سفر څخه ملاتړ وکړ او دا غونډه يې مثبته وبلله.
نوموړي هيله وښوده، چې افغان حکومت او خلک له دې ناستې څخه مثبتې پايلې ترلاسه کړي.
هغه هم له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې د افغانستان خلکو غوښتنې په دې غونډه کې مطرح کړي او د پاکستان په وړاندې غوڅ دريځ ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې ځينو غړو هم له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې وه، چې د اسيا زړه په کنفرانس جدي دريځ ونيسي او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په غوڅ ډول مطرح کړي.
د ټاکنونېټه
د اساسي قانون په درې اتيايمه ماده کې راغلي دي: "د ولسي جرګې غړي د خلكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او نوې شورا په كار پيل كوي. د ولسي جرګې د غړو انتخابات له دېرشو ورځو څخه تر شپېتو ورځو پورې د ولسي جرګې د دورې تر پاى ته رسېدو څخه د مخه ترسره كېږي."
د دې مادې له مخې، بايد د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال غويي او غبرګولي مياشتو کې ترسره شوې واى؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې دا چاره د مالي امکاناتو د نه شتون له امله ځنډېدلې ده.
همداراز ولسمشر د غبرګولي په ٢٧ مه د ولسي جرګې کاري موده، د ټاکنو تر سره کولو پورې وغځوله، په ورته وخت کې حکومت په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره کميسيون هم جوړ کړى دى.
په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي ګل احمد اعظمي، د جرګې په نننۍ غونډه کې وويل: "په ټاکنو کې د هرې ورځې په ځنډ سره، د خلکو او حکومت تر منځ واټن لا پسې زياتېږي."
هغه زياته کړه چې د ټاکنو نه ترسره کول، د حکومت پر راتلونکې د خلکو د بې باوري لامل ګرځي او که دا بهير ډېر ژر پيل نه شي، نورې ستونزې به وزېږوي.
همداراز نوموړي وويل: "همدا اوس ولسي جرګه د قانون خلاف کار کوي، که د ټاکنو نېټه معلومه نه شي، ولسمشر به راتلونکي پسرلي کې کومه شورا پرانېزي؟ غيرقانوني شورا؟ د مشرانو جرګې درېيمه برخه شتون نه لري او د ولسي جرګې د کار موده پاى ته رسېدلې ده."
د مشرانو جرګې بل غړي نادر بلوڅ هم د ولسي جرګي او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر معلومولو د ټينګار تر څنګ وويل: "همدا اوس سربېره له دې چې ولسي جرګه په غيرقانوني توګه فعاليت کوي، مشرانو جرګه هم د دريېمې برخې له کمښت سره مخ ده."
د مشرانو جرګې درېيمه برخه چې د ولسواليو شوراګانو په استازيتوب بايد د دې جرګې غړيتوب ولري، معرفي شوي نه دي؛ ځکه تر اوسه د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوي.
بلوڅ زياته کړه چې د ټاکنو نېټې نه اعلانول او د برېښنايي تذکرو نه وېش دا ښيي چې د حکومت مشران د ټاکنو تر سره کولو لپاره هېڅ اراده نه لري.
نوموړي د ټاکنو نېټې د نه معلومولو او برېښنايي تذکرو نه وېش په اړه د حکومتي مشرانو چوپتيا د پوښتنې وړ وبلله او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلانولو غوښتنه يې وکړه.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د ټاکنو او برېښنايي تذکرو وېش نېټې پر اعلانولو د ټينګار تر څنګ وويل: "د ټاکنو تر سره کولو نېټې اعلان خلکو ته مورال ورکوي، د حکومت دنده ده څو لار ورته هواره کړي."
خواجه بصیر فطری
ايديتر: عبدالقدير منصف
فطرى
احمدزى
ژباړه : ممنون
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.