Pakistan urges Afghan Taliban to renounce violence

کابل( پژواک، ۵ چنګاښ  ۹۴) : پاکستان وايي چې دوی د افغان سولې په خبرو اترو کې يواځې اسانتيا برابروي او  افغان طالبانو ته  يې د جګړې د ختمولولپاره څرګند پيغام ورکړی دی.
پاکستان  ويلي ، دوی افغان طالبانو ته څرګنده کړې چې پاکستان ددوی د وسله والې جګړې ملاتړ نه کوي، دوی بايد د ولسمشر اشرف غني حکومت په رسميت وپېژني او سياسي ژوند ته دې راوګرځي.  
د پاکستاني ورځپاڼو د خبر له مخې ، ددې هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري پرون ددې هېواد د سنا مجلس په يوه ناسته کې څرګنده کړه چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ په خبرو اترو کې پاکستان يواځې اسانتيا برابروي.
نوموړي زياته کړه چې  که څه هم افغان حکومت خبرو اترو ته لېواله دی، خو وسله وال طالبان د خبرو اترو په تړاو په دوو ډلو وېشل شوي ، ځينې يې خبرو اترو ته چمتو او ځينې يې دې ډول خبرو اترو ته چمتو نه دي.
نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې پاکستان په دې اړه د خپلې ونډې ترسره کولو ته چمتو دی خو تر څنګ يې دا هم وويل چې افغانستان او پاکستان د يو بل خلاف د خپلې خاورې پر نه کارونې  هوکړه کړې.
نوموړي دا هيله هم څرګنده کړه چې افغان حکومت به د ملا فضل الله په ګډون د پاکستان د ټولو مخالفو وسله والو پر خلاف ګام پورته کړي .
 سرچينه زياتوي چې د پاکستان د سنا مجلس په دې ناسته کې د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز هم څرګنده کړه چې پاکستان له تېرو ديرشو کلونو راهيسې هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ شي.
دده په خبره، پاکستان سوله ييز ګاونډيتوب ته لومړيتوب ورکوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.