Americans upbeat on Afghanistan’s future: Gen. Campbell

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٣) د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په امريکا کې له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره لېوالتيا ډېره ده او دوى د افغانستان راتلونکي ته هيله من دي.
نوموړي، دغه څرګندونې نن د افغانستان له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره، په سپېدار ماڼۍ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
له اجراييه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمپل، امريکا ته د خپل وروستي سفر راپور وړاندې کړ.
کمپل ويلي، له نېکه مرغه چې په امريکا کې له افغانستان نه د ملاتړ لپاره لېوالتيا ډېره ده او دوی د افغانستان راتلونکي ته هيله من دي.
ده زياته کړې، افغان امنيتي ځواکونه ښه ځلېدلي او اوس يې د نړيوالو ملاتړ او ډاډ د پام وړ ترلاسه کړی دی.
د خبرپاڼې په حواله، اجراييه رييس عبدالله له افغانستان  سره د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا مرستې اغېزمنې وبللې او مننه يې وکړه.
دى وايي، افغان امنيتي ځواکونه لا ډېر ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه په سيمه کې له سختو ګواښونو سره په يواځې سر مقابله کول ستونزمن کار دی؛ اړتيا ده چې نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول امريکا له افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، افغان ځواکونو يو اوږد واټن تر شا پرېښی، نن له څو کاله وړاندې سره ډېر توپير لري، ښې تجربې يې ترلاسه کړي، په ځان يې ډاډ پيدا کړی او کولای شي چې د وسله والو مخالفانو بريدونو ته ځواب ووايي.
عبدالله ويلي، له دې ټولو سره سره، افغان ځواکونه درنو وسلو، عصري تجهيزاتو او هوايي ځواک ته اړتيا لري، چې د ملي يووالي حکومت يې له خپلو ملاتړو څخه په دې برخه کې د مرستې تمې لري.
اجراييه رييس په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له هڅو او هاند نه د مننې ترڅنګ وويل، چې اوس يې له خپلې خاورې او خلکو نه د دفاع وړتيا موندلې او د خلکو باور يې ترلاسه کړی دی.
دغه راز فلنډ هېواد هم وايي، چې له افغانستان څخه به خپل ملاتړ دوام ورکړي.
له اجراييه رياست څخه په راليږل شوې يوه بل خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د فلنډ له سفير اري مکي سره هم کتلي او نوموړي د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراخولو ټينګار کړى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د کابينې او د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون پر جوړښت خبرې کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.