د غزني د ولايتي شورا دفتر وتړل شو

غزني ښار (پژواک ۱۷ مرغومی ۹۳): د غزني ولايتي شورا غړو خپل دفتر په دې اعتراض وتاړه، چې تر اوسه يې مشرانو جرګې ته د معرفي کړي غړي برخليک نه دى معلوم.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د مرغومي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې دوه مياشتي کېږي چې ولايتي شورا فعاليت پيل کړى او د وکيلانو ترمنځ تر رڼو ټاکنو وروسته يې مشرانو جرګې ته د محمد رحيم په نامه يو غړى معرفي کړى دى.

خو هغه وايي، په غزني کي د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ياد وکيل په اسنادو کې ستونزې شته او هغه نه شي کولی مشرانو جرګې ته لاړ شي.

ده زياته کړه: ((د ټاکنو کمېسيون په تېر يوه نيم مياشت کې ونه توانېد، چې د حسنيار اسناد وڅېړي.))

د اکبري په وينا، ترڅو چې د هغه اسناد نه وي معلوم شوي، تر هغو پورې به د ولايتي شورا دفتر تړلی وي.

دى وايي، د ټاکنو کمېسيون دې يا د دغه کس اسناد وڅېړي او يا دې رد کړي، څو دوى له سره ټاکنې وکړي او يو بل تن مشرانو جرګې ته معرفي کړي.

د ولايتي شورا يوه غړي حسن رضا يوسفي پژواک ته وويل، چې په دې اړه يې څو ځلي د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره خبرې کړې دي، خو هغوى هېڅ عملي اقدام نه کوي.

د هغه په وينا، وکيلانو اوس پرېکړه کړې، څو پورې چې دا ستونزه نه وي هواره شوې، د ولايتي شورا دفتر به تړلى وي.

که څه هم نن د غزني د ولايتي شورا د تړل کېدو پر مهال له ١٩ وکيلانو څخه يې يواځې پنځه تنه حاضر وو، خو د ولايتي شورا د رييس خالقداد په خبره، له نورو وکيلانو سره يې په ټېلېفون خبرې کړې او هغوی هم ورسره په دې پرېکړه کې شريک دي.

د غزني د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس اخترمحمد اجمل پژواک ته وويل، چې له غزني ولايت څخه مشرانو جرګې ته د معرفي شوي وکيل ستونزه هواره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دوه ورځې وړاندې له غزني څخه تبديل شوى، خو تېره ورځ له مرکزي دفتر څخه خبر شوى، چې ياده ستونزه حل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې د زابل د ولايتي شورا دفتر هم د احتجاج په توګه تړل شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.