عبدالله شېرزى: ځينې کړۍ مې پر وړاندې توطيې جوړوي

هرات (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): د هرات ولايت د شکايتونو کمېسيون پخواني رييس هغه تورونه د ځان پر ضد دسيسه وبلله چې ګواکې د ولايتي شورا له برياليو وکيلانو يې بډې اخيستې دي.
د هرات د ولايتي شورا ځيني ناکام نوماندان له څه مودې راهيسې د احتجاجيه غونډو او لاريونونو پر مهال د ياد کمېسيون رييس عبدالله شېرزى تورنوي چې ګواکې له برياليو وکيلانو يې بډې اخيستې دي.
دغه متعرض کانديدان وايي، د هرات ولايتي شورا هغه نوماندان بريالي شوي چې عبدالله شېرزي ته يې ٧٠ زره ډالر ورکړي دي.
خو د هرات د شکايتونو د اورېدو پخواني رييس عبدالله شېرزي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، کابو څلور مياشتې مخکې يې د دغه کمېسيون د رييس په توګه دنده پاى ته رسېدلې ده.
شېرزي وايي: ((پايلې دوه اوونۍ مخکې اعلان شوې او وروستۍ څېړنې يې په کابل کې د شکايتونو کمېسيون کړې، موږ پر خپل وخت هم څېړنې درلودې؛ خو له نوماندانو پټې نه وې، هغوى پرې نظارت درلود.))
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، له هېڅ نومانده يې بډې نه دي اخيستې، خو که بيا هم څوک په دې اړه اسناد لري، په ډاګه يې دې کړي.
هغه زياته کړه، دغه کار يې پر ضد توطيه ده، ځينې کړۍ له دې لامله چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې يې درغلۍ افشا شوې، له همدې امله غواړي دى بدنام کړي.
د شېرزي په وينا: ((مشخصې کړۍ غواړې زما پر وړاندې توطيه جوړه کړي، زه په هيڅ ډول خوندي هم نه يم، کورنۍ مې د ځينو کړيو له وېرې يو ځاى او زه په خپله بل ځاى ژوند کوم.))
ده د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د وېرې احساس کوي؟ وويل: ((د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال ګواښل کېدم؛ اوس بې دندې يم، هغوى چې درغلۍ مو يې ورته افشا کړې اوس هر څه کولاى شي.))
د ولايتي شورا د پايلو تر اعلان وروسته د هرات د ولايتي شورا يو شمېر ناکامو نوماندانو او پلويانو يې لاريونونه وکړل او ټاکنيز کمېسيونونه يې پر بډې اخيستو تورن کړل.
د روانې اوونۍ له پيل راهيسې د هرات د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنو پر مهال هم څو ځلې د دغو نوماندانو پلويانو احتجاجيه غونډې او لاريونونه وکړل او د هرات د شکايتونو کمېسيون رييس يې پر بډې اخيستو تورن کړ.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.