د ختيځو درېيو ولايتونو د ولايتي شوراګانو اداري پلاوي وټاکل شول

جلال اباد، اسعداباد، مهترلام (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د ختيځو درېيو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولايتي شورا د رياست، مرستيالۍ او منشي چوکيو لپاره ټاکنې ترسره شوې.

هغې زياته کړه، چې په ټاکنو کې احمد علي د نولسو رايو په خپلولو سره رييس، ډاکتر ناصر کامه وال د نولسو رايو په خپلولو سره مرستيال او اجمل عمر د نولسو رايو په خپلولو سره د منشي په توګه وټاکل شو.

د انګېزې په خبره، په ولايتي شورا کې يادې ټاکنې پرته له کومه جنجاله پاى ته ورسېدې او د يادو چوکيو لپاره يو يو تن کانديد و، چا يې مخالفت ونه کړ.

د ولايتي شورا يوه بل غړي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو درېيو واړو چوکيو لپاره يواځې يو، يو کس نوماندان شول او په مقابل کې يې بل هېڅوک ونه درېدل، نو په پايله کې يې ياد درې واړه اشخاص د رايو په بشپړ اکثريت چوکيو ته بريالي شول.

د ولايتي شورا يوه بل غړي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د يادو درېيو واړو چوکيو لپاره له پخوا معامله ګرۍ شوې وې.

نوموړي وويل، چې ولايتي شورا په دوو ډلو وېشل شوې وه، چې د يوې ډلې د کسانو شمېر يې نهه او د بل لس وو، نو له همدې امله، دوهمې ډلې کوم کانديد ونه دراوه.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي په غونډه کې له نورو وکيلانو سره ژمنه وکړه، چې په پوره رښتينولۍ سره به دى د يادې چوکۍ له قانوني صلاحيتونو او مسووليتونو څخه ګټه پورته کړي او د ولس خدمت به کوي.

د نوموړي په خبره، دى به په ولايتي شورا کې ډلې ختموي او هڅه به کوي، چې ټول وکيلان په شريکه سره پر مخ لاړ شي او د ولس خدمت وکړي.

د ننګرهار ولايتي ولايتي شورا د درېيو ښځينه وکيلانو په ګډون ١٩ غړي لري.

دغه راز نن د لغمان ولايتي شورا د درېيمې دورې د برياليو وکيلانو تر منځ د اداري
څوکيو لپاره هم ټاکنې ترسره شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو ټاکنو کې رفيع الله مموزي له نهو رايو څخه د پنځو رايو په خپلولو سره د يادې شورا د رياست څوکۍ ته لاره
پيدا کړه.

هغه زياته کړه، انجنير اجمل وفا د پنځو رايو په ګټلو سره د شورا د مرستيال په توګه
او حاجي محمد ظاهر حسين خېل د رايو په اتفاق د يادې شورا د منشي په توګه وټاکل شو.

بلخوا په کونړ ولايت کې هم د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې شوې، چې له مخې يې دين محمد پيلوټ د رييس، جمال الدين سيار د مرستيال او ولايت خان د منشي په توګه وټاکل شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.