ولسمشر غني روانه مياشت پاکستان ته سفر کوي

کابل (پژواک ١٥ لړم ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بلنې پربنسټ په روانه زېږديز مياشت (نومبر) کې په رسمي سفر پاکستان ته سفر کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني احمدزي، نن سهار د پاکستان له لوى درستيز ستر جنرال راحل شريف سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشر په دې ناسته کې ويلي، چې له پاکستان سره ښې اړيکې د افغانستان له ستراتېژيکو ګټو سره سمون لري.

دى وايي: "موږ له پاکستان سره د اړيکو په برخه کې زماني قيد نه، بلکې پاکستان او افغانستان بايد په صادقانه او په ګډه، د ګډ دښمن پرخلاف عمل وکړي او په ګډه سره د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات د ټينګښت او د اقتصادي ودې لپاره همکاري وکړي. دواړه هېوادونه بايد هم د دولت په کچه او هم د بنسټونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي."

په خبرپاڼه کې زياته شوې، جنرال راحل چې د پاکستان د ټول دولت او د مشرانو په استازيتوب افغانستان ته راغلى و، وويل چې د پاکستان دولت غواړي له افغانستان سره د دوستۍ او همکاريو يو نوى فصل پرانېزي.

ده وويل: "موږ غواړو چې د دواړو ملتونو تر منځ د سولې، امنيت، ثبات او ترقۍ لپاره کار وکړو او موږ حاضر يو، چې له افغانستان سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړو."

د نوموړي په وينا، دغه همکارۍ به دوه اړخيزه وي او موږ له افغانستان څخه د مرستې او همکارۍ تمه لرو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې پر دې هوکړه وشوه، چې ولسمشر به د هغې بلنې پر اساس، چې د پاکستان دولت کړې، په روانه زېږديز مياشت (نومبر) کې په يوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي.

په دغې ناسته کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ته دنده وسپارل شوه، چې پر مشخصو امنيتي، اقتصادي او د سولې په اړه عملي طرحې وړاندې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو مشران ورباندې بيا فيصلې وکړي.

بايد وويل شي، چې څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې په راتلونکو اونيو کې به د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د همکاريو کچه څرګنده شي، ځکه د پاکستان يو شمېر لوړپوړو چارواکو له افغانستان ليدنه کړې او يو شمېر به يې په راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

ده ويلي و: "پاکستان ته زما د سفر کاري زمينه د چمتووالي په حال کې ده او موږ غواړو د سولې د ټينګښت لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله منسجمه کاري نقشه په داخل کې تر سره شي."

خبرپاڼه زياتوي، چې په ياده غونډه کې د ملي امنيت شورا رييس حنيف اتمر، د افغانستان د دفاع سرپرست وزير بسم الله محمدي، د کورنيو د چارو سرپرست وزير محمد عمر داوودزي، د افغانستان لوى درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي، د ولسمشر ځانګړي سلاکار جيلاني پوپل، د ملي امنيت سرپرست رييس انجنير رحمت الله نبيل، د چارو د ادارې او د وزيرانو د شورا د دارالانشاء رييس عبدالسلام رحيمي او په پاکستان کې د افغانستان سفير جانان موسى زي برخه اخيستې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.