IECC decision on results has problems: Noor

کابل (پژواک ١٨ تله ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړې دوى ته رسېدلي، خو يو لړ ستونزې لري.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې نن دوى ته استولې دي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور نن په کابل کې خبريالانو ته وويل،چې دوى نن د يادې موضوع په اړه بېړنۍ غونډه درلوده اوپرېکړه يې وکړه،چې يوه ځانګړې ډله به د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړې وڅېړي.

د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٢٤ ساعته وخت لري، ترڅو د ټاکنو په برخه کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پرېکړو په اړه وضاحت وغواړي.

نور وايي: "زموږ لومړنۍ ارزونې ښيي،چې دشکايتونو کمېسيون په پرېکړو کې ځينې ستونزې شتون لري، که د بېلګې په توګه ووايم په دوو ولايتونو کې د ځينو کانديدانو رايې په ټوليزه توګه باطلې اعلان شوي، چې د قانون او نړيوالو معيارونو له مخې، هيڅوک حق نه لري، چې د کوم کانديد ټولې رايې باطلې کړي او د ځينو محلونو رايې يې باطلې کړي، خو په اړه يې موږ ته وضاحت نه دى راکړى."

د نور په وينا، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړې ځکه ستونزې لري ،چې دغه کمېسيون "ځوان دى" او نشي کولاى ،چې د ټاکنو کمېسيون په څېر خپلې چارې په يو چوکاټ کې د يو ميکانيزم له مخې پرمخ بوځي.

هغه دا هم وويل،چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نه شي کولى په لنډه موده کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ده زياته کړه : "د شکايتونو کمېسيون پرېکړې دقيقه څېړنه غواړي، سيستم ته داخلول غواړي د يو يا دوه ورځو کار نه دى."

نور د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ځينې کانديدان او پلويان يې کله کله دعوه کوي، چې د ټاکنو په پايله کې لاسوهنې شوي، خو د دغه شان مواردو په اړه د ټاکنو کمېسيون کوم اسناد نه لري.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه نېټه تر سره شوې، چې په کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو.

د ټاکنو کمېسيون، د غويي په ٣٠مه د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې د ٩٧ ښځو په ګډون ٤٥٨ تنه بريالي اعلان شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.