د کاپيسا خلک: د خپلو رايو په کارولو پښېمانه يو

محمودراقي (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د کاپيسا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې که دوى خبر واى چې ټاکنې لانجمنې کېږي نو هېڅکله به يې په کې برخه نه واى اخيستې.

د ولسمشرۍ ټاکنې چې د وري په ١٦مه ترسره شوې، هېڅ يو کانديد ٥٠ جمع يوه رايه ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، دويم پړاو ټاکنې د چنګاښ په ٢٤مه ترسره شوې چې په کې ډاکټر اشرف غني بريالى اعلان شو خو مخالف کانديد ډاکټر عبدالله دا پايلې نه مني.

د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له ټاکنو څو مياشتې تېرې شوې خو تر اوسه يې نه پايلې اعلان او نه هم شخړې کمې شوې.

دوى وايي چې په هېواد کې روان وضعيت خلکو ته رواني ناروغۍ پيدا کړې دي او د دوى په وينا، که چېرې له دې حالت څخه خبر واى، نو هېڅکله به يې په ټاکنو کې برخه نه وه اخيستي.

د کاپيسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ يو اوسېدونکى شاه اغا وايي چې د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ لپاره يې په ټاکنو کې خپله رايه وکاروله.

هغه پژواک اژانس ته وويل‌ چې د رايو صندوقونو ته له امنيتي ستونزو سره سره ولاړل او د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره يې په ټاکنو کې برخه واخيسته.

خو نوموړى زياتوي، سره له دې چې څو مياشتې تېرې شوې خو لا هم د ټاکنو برخليک نه دى معلوم شوى.

دى وايي: ((دغه کار له ټاکنو څخه زموږ زړه راتور کړ، که چېرې خبر واى چې داسې کېږي، هېڅکله به مې خپله رايه نه وه کارولې.))

د کاپيسا د مرکز محمودراقي يو اوسېدونکى جواد چې د تېلو کاروبار کوي وايي، چې ټاکنيزو لانجو د ده پر کاروبار هم اغېز کړى او کار يې ټکنى شوى دى.

هغه زياتوي چې د ټاکنو له لومړي پړاو راهيسې يې ورځ تر بلې کارو بار خرابېږي.

دي وايي: ((موږ ټاکنو ته خوښ وو چې راتلونکي حالات به نور هم ښه شي خو اوس وينو چې کانديدان د خپلو چوکيو لپاره په خپلو کې سره نښتي او نه پرېږدي چې په هېواد کې يو ښه نظام رامنځته شي که خبر واى چې داسې پايله به ټاکنې لري خپل کارت مې سوځاوه او په ټاکنو کې مې برخه نه اخيسته.))

د حاجې عطاالله په نوم د نجراب ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي، پخوا به خلکو ويل چې رايې هېڅ ګټه نه لري او دا هسې يوه رسمي پروسه ده.

هغه زياته کړه: ((اوس معلومېږي چې زموږ رايو هېڅ ځای ونه نيو ځکه که د خلکو رايو ته احترام شوی واى نو اوس به وخته ولسمشر اعلان شوی وای.))

د حاجي بي بي زرلښتې په نوم يوه مېرمن د کاپيسا د اول کوهستان اوسېدونکې وايي چې نور يې له ټاکنو بد راغلي دي.

هغې زياته کړه: ((کله چې په راډيو يا تلويزيون کې د ټاکنو په اړه خبرې واوري، ژر هغه چينل بدل کړم.))

دا وايي چې د ټاکنو لانجې د خلکو اندېښنې زياتې کړې، خو مشران د خلکو په کيسه کې نه دي او د خپلو چوکيو غم اخيستي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور وايي چې په ټاکنو کې يو څه ستونزې وې، چې ډېرې يې په کانديدانو پورې اړه لري.

هغه زياتوي: ((څه چې په موږ پورې تړاو درلود، موږ خپل کارونه بشپړ کړي دي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.